Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اقتصادي کمېسیون: کابل کې د معدني اوبو تولیدوونکي دې د اوبو اړتياوې له ښاره بهر له سطحي سرچینو تأمين کړي

کابل (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۲): اقتصادي کمېسیون پرېکړه کړې، هغه فابريکي او شرکتونه چې په کابل ښار کې معدني اوبه او غیرالکولي مشروبات تولیدوي، د اوبو ټولې اړتیاوې دې د ټانکرونو په مرسته له کابل ښاره بهر د اوبو له سطحي سرچینو څخه تأمین کړي.

د ریاست الوزراء د اقتصادي معاونيت په ټويټرپاڼه کې راغلي چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه او له اجنډا سره سم پر ټاکلو موضوعاتو بحث وشو.

سرچينه کاږي، په غونډه کې پرېکړه وشوه، هغه فابریکې او شرکتونه چې په کابل ښار کې معدني اوبه او غیرالکولي مشروبات تولیدوي، مکلف دي چې د اوبو ټولې اړتیاوې د ټانکرونو په مرسته، له کابل ښار څخه بهر د اوبو له سطحي سرچینو څخه تأمین کړي.

 سرچينه زياتوي، د کابل ښار د اوبو سرچینو د تغذیې په موخه د اقتصادي معاونیت په مشرۍ جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو له کابل ښاره بهر په بل مناسب ځای کې په تدریجي ډول د معدني اوبو او غیرالکولي مشروباتو د تولیدي فابریکو او شرکتونو او همداراز د شنو خونو او کرنیزو فارمونو د ځای پر ځای کولو په موخه، یو واضح او عملي طرزالعمل جوړ او د تایید لپاره یې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

سرچينه وايي، په غونډه کې د اصنافو د ملاتړ په موخه پر هغوی د مالیې کمولو په اړه د مالیې وزارت له لوري وړاندې شوی راپور تایید شو او د اقتصادي کمېسیون د ۱۴/۱/۱۴۰۱ مې نېټې پرېکړه تمدید شوه.

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، اقتصادي کمېسیون تېر کال په خپله نوبتي غونډه کې پرېکړه کړې وه چې د اصنافو د ملاتړ په موخه پر هغوی د ټاکل شوې مالیې اندازه له ۱،۵ څخه ۰،۵ سلنې ته راکمه کړي او له یوه کال وروسته به د پایلو پر اساس تصمیم نیسي. د مالیې وزارت له لوري په وړاندې شوي راپور کې د اقتصادې کمېسیون د تېر کال د پرېکړې پر اساس، د دولت خزانې ته سلګونه میلیون افغانۍ زیات عواید ټول شوي، د اصنافو ستونزې حل او په شمېر کې یې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

سرچينه وايي، په غونډه کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د هدایت مطابق، افغانستان ته له بهر څخه د خامې مالګې د تورید د جوړ شوي میکانیزم په نظر کې نیولو سره، د موقت وخت لپاره اجازه ورکړل شوه.

سرچينه زياتوي، په ناسته کې د کانونو او پټرولیم وزارت ته سپارښتنه وشوه چې څومره ژر ممکن وي، داسې پالیسۍ او کړنې غوره کړي چې افغانستان د پخې مالګې په برخه کې په کور دننه سرچینو څخه خودکفا شي. همداراز د مالیې وزارت په مشرۍ جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه څو په افغانستان کې د مالګې اړوندو کانونو ذخیرې او د فابریکو له خوا تولیدي ظرفیت وڅېړي او خپل راپور اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.