کابل (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د پاکستان شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني – چې په کابل کې د پاکستان پر سفارت تر برید وروسته خپل هېواد ته تللی و- کابل ته راغلی او بېرته یې خپل کار پیل کړی دی.
عبیدالرحمن نظاماني شاوخوا پنځه میاشتې مخکې په کابل کې د پاکستان پر سفارت له برید وروسته خپل هېواد ته تللی و. په دغه برید کې – چې مسوولیت داعش پر غاړه اخستی و – د نظاماني یو ساتونکی ټپی شوی و.
د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې یوې باوري سرچینې نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې نظاماني بېرته کابل ته راستون شوی او خپل کار یې پيل کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو سره په ټیلیفوني خبرو کې غوښتنه کړې وه چې د پاکستان شارژدافیر دې کابل ته راواستوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP