ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کوچني اختر رارسېدل؛ هټۍوال د بازار د وضعیت په اړه بېلابېل نظرونه لري

د کوچني اختر رارسېدل؛ هټۍوال د بازار د وضعیت په اړه بېلابېل نظرونه لري

author avatar
17 Apr 2023 - 16:19
د کوچني اختر رارسېدل؛ هټۍوال د بازار د وضعیت په اړه بېلابېل نظرونه لري
author avatar
17 Apr 2023 - 16:19

کابل (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۲): د کوچني اختر له نږدې کېدو سره هم‌مهاله، په کابل ښار کې ځيني هټۍوال وایي، د ښار ډېری اوسېدونکي د کمزوري اقتصاد له امله خریدارۍ ته نه راځي؛ خو بلخوا بیا یو شمېر نور هټۍوال د بازار له وضعیته خوښ دي.

مسلمانان په کال کې دوه اخترونه (کوچنی او لوی اختر) لري؛ افغانان د پخواني دود او عنعنې له مخې، د دغو دوو اخترونو د لمانځنې لپاره د اختر له ورځو مخکې وچه او تازه مېوه پېري او خپلو مېلمنو ته یې چمتو کوي.

اوس چې کوچني اختر ته نږدې څلور ورځې پاتې دي، د کابل ښار بازارونو له راز راز وچو مېوو او رنګارنګو لباسونو سره یو بل رنګ غوره کړی دی.

د کابل ښار د تایمني پروژې په دویم سړک کې د وچو مېوو پلورونکي محمدفهیم پژواک ته وویل، د تېرو کلونو په پرتله د خلکو اقتصاد کمزوری شوی، له همدې امله د دوی بازار کمرنګه دی.

هغه په ورته وخت کې، د توکو د بیو لوړوالی هم د پېرېدونکو د کمښت یو لامل وباله او ویې ویل، مخکې به چې کله اختر ته څلور یا پنځه ورځې پاتې وې، بې‌کاره نه پاتې کېدل، خو اوس دغه موضوع برعکس شوې ده.

نوموړي وویل، د ځينو توکو بیې هماغه شان ثابت پاتې دي او د ځينو نورو لوړې شوې دي.

هغه د وچو مېوو په اړه وایي، که وچه مېوه له هېواده بهر صادر نه شي، بیې یې د کابل په بازارونو کې ټيټې وي، خو که صادر شي نو بیې یې ورسره لوړېږي.

نوموړي د حکومت له لوري د بازارونو له کنټروله هرکلی کوي او غواړي چې حکومت د تېر په څېر د بازار مدیریت ته دوام ورکړي، ځکه په وینا یې چې خلک ناتوانه دي.

هغه همداراز له هټۍوالو غواړي چې قیمت فروشي و نه کړي، ځکه د هغه په خبره، برکت په کمه ګټه کې دی.

د کابل ښار په منډوي بازار کې یو شیریني پلورونکی محمدنبي هم د اختر په ورځو کې د خپل کار د وضعیت په اړه وایي: «ښه دی، شکر دی، مطلب ګذاره کوي.»

نوموړي زیاته کړه چې د عادي ورځو په پرتله په دې ورځو کې بازار ښه شوی دی.

د کابل ښار په پل باغ عمومي سیمه کې یو کلچه پلورونکی محمدیوسف وایي، د قیمتۍ او له خلکو سره د پیسو نشتوالي له امله، د دوی کارونه هم د تېر په څېر ښه نه دي.

هغه وایي، د تېر کال د کوچني اختر په پرتله یې سږ کال کارونه خراب دي.

په منډوي کې یو سیمیان پلورونکی محمداکرم وایي، د سیمیانو او نخودو بازار ښه دی، ځکه چې ارزانه دي؛ خو د پستې او بادامو بیه لوړه ده.

د هغه په خبره، سیمیان بېلابېل ډولونه لري چې تېر کال د یوه کیلوګرام سیمیانو بیه له ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغانیو پورې وه، خو سږ کال له ۱۰۰ تر ۱۲۰ افغانیو ده.

د نوموړي په خبره، د سیمیانو بیه د غوړیو او د اوړو له بیو سره تړاو لري، دا چې اوس د هغو بیې ټیټې شوې نو د سیمیانو بیې هم لوېدلې دي.

هغه وویل: «د تېرو اخترونو په څېر ګڼه‌ګوڼه نشته، په تېرو اخترونو کې به په منډوي کې ګڼه‌ګوڼه وه، سږ کال خرڅلاو کم شوی دی.»

نوموړی زیاتوي چې په دې ورځو کې له ۱۱ تر ۱۵ زره افغانیو خرڅلاو لري.

په ورته وخت کې، د کابل په پنج‌صد فامیلو سیمه کې یو کلچه پلورونکی حاجي قند اغا وایي چې د تېرو اخترونو په پرتله یې خرڅلاو ډېر شوی دی.

هغه زیاتوي: «مخکې به مې له ۱۲۰۰ تر ۱۳۰۰ منو کلچې پلورلې، خو تر اوسه مې نږدې دوه زره منه کلچې پلورلې دي.»

په دغه حال کې، په منډوي کې یو څپلۍ پلورونکی عبدالمالک مرادي وایي چې یوه جوړه څپلۍ یې په ۳۰۰ افغانیو لیلام کړې دي.

خو هغه له نورو هټۍوالو خلاف وایي چې کار یې ښه دی.

د یادونې ده، له دې مخکې د پژواک د یوه راپور له مخې، ځينو خیاطانو هم ویلي وو چې د تېرو کلونو په پرتله یې فرمایشات کم شوي دي.

Views: 58

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.