کابل (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۲): د کورنیو چارو وزارت له نشهیي توکو سره د مبارزې معینیت اړوند له «آغوش» حمایوي مرکزه ۵۰۰ روږدي له حرفوي زدهکړو وروسته رخصت او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
د کورنیو چارو وزارت له نشهیي توکو سره د مبارزې معینیت له لوري تېر ۱۴۰۱ لمریز کال د سلواغې میاشت په ۱۲مه د کابل په څرخي پله سیمه کې د ۷۵ میلیون افغانیو په لګښت د روږدو پالنې او حرفوي زدهکړو لپاره حمایوي مرکز «آغوش» جوړ او پرانیستل شو.
د کورنیو چارو وزارت له نشهیي توکو سره د مبارزې دفتر رییس مولوي حسیبالله احمدي نن (سه شنبه) د کابل څرخي پله سیمه کې په دې اړه نیول شوو مراسمو کې وویل، تېر ژمي کې د ټول هېواد په کچه شاوخوا ۲۲ زره روږدي راټول او د درملنې لپاره روغتیایي مرکزونو ته ولېږدول شول.
دی وایي، په دغه مرکز کې ۵۰۰ روږدو کسانو ته د دیني زده کړو ترڅنګ حرفوي زده کړې هم د څلورو میاشتو لپاره ورکړل شوې دي.
هغه زیاته کړه، د ټول هېواد په کچه د روږدو کسانو لپاره د درملنې روغتیایي مرکزونه شته چې یوازې د کابل په کچه ۱۰۰۰ بستریز روغتیایي مرکز کې اوس مهال په زرګونو روږدي کسان تر درملنې لاندې دي.
هغه زیاتوي، تر درملنې وروسته ټول روږدي کسان آغوش حمایوي مرکز ته انتقالېږي او بیا د څلورو میاشتو لپاره دوی ته حرفوي زده کړې ورکول کېږي.
د ده په خبره، اوس مهال د ۱۰۰۰ بستریز روغتیایي او آغوش مرکز کې شاوخوا ۷۰۰۰ روږدي کسان تر درملنې او پالنې لاندې دي.
د ده په وینا، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته تر دا مهاله د ټول هېواد په کچه ۸۵ زره کسان راټول شوي او روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
د نوموړي په وینا، ټول روږدي کسان د اسلامي امارت په بوديجه درملنه شوي او تر اوسه د نړیوالو له خوا ورته هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.
نوموړي له نړۍوالو وغوښتل چې د روږدو د درملنې، حرفوي زدهکړو، مسلکي روزنې او د کارموندنې برخو کې له اسلامي امارت سره مرسته وکړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د ټول هېواد په کچه تر دې مهاله ۶۰۰۰ عملیات شوي چې په پایله کې شاوخوا ۷۵۰ زره کسان د نشهیي توکو د کار، قاچاق، خرڅلاو او لېږد په تور نیول شوي دي.
حامد رسولي چې د پروان ولایت اصلي اوسېدونکی دی، پژواک خبري اژانس ته وویل، درې کاله مخکې کله چې مور او پلار یې له لاسه ورکړل، نو نشو ته یې مخه کړه.
دی وایي، په انګریزي ژبه بشپړ واک لري او په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې په کندهار کې نړیوالو ځواکونو سره د ژباړونکي په توګه درې کاله کار هم کړی دی.
هغه زیاتوي، خوښ دی چې درملنه یې شوې او ژمنه کوي چې بیا به نشو ته مخه نه کوي او له ټولو ځوانانو غواړي چې دغه کار ته زړه ښه نه کړي.
د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت معلوماتو له مخې، د ټول هېواد په کچه له درې میلیونه څخه تر پنځه میلیونه پورې کسان پر نشو روږدي دي چې شاوخوا ۱۵۰ زره یې ښځې او ماشومان دي.