Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د قطر ۶۰ ټنه مرسته شوي توکي کابل ته راورسېدل

کابل (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۲): د قطر هېواد ۶۰ ټنه مرسته شوي مواد چې خوراکي توکي، جامې او قرطاسیه په کې شامل دي، کابل ته راورسېدل.

په افغانستان کې د قطر سفارت له خوا نن پژواک خبري اژانس ته په رااستولې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مرسته د قطر الخیریه موسسې کړې ده.

سرچینې لیکلي چې په دغه مرسته کې خوراکي توکي، جامې او د پوهنې وزارت لپاره قرطاسیه شامل دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد توکي د کابل هوايي ډګر کې د افغانستان د سرپرست حکومت استازو ته وسپارل شول.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.