Language

تر راتلونکو څو ورځو د «زرغون افغانستان» په نوم کرکټ سیالۍ پیلېږي

کابل (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د روانې اپرېل میاشتې په وروستیو کې د زرغون افغانستان کرکټ یو ورځنۍ سیالۍ پیلوي.

کرکټ بورډ پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، زرغون افغانستان دویم پړاو یو ورځنۍ سیالۍ د خوست په کرکټ لوبغالي کې د روانې اپرېل میاشتې په ۲۹ پیلېږي او د مې میاشتې پر ۱۷مه به پای ته ورسېږي.

دغه راز کرکټ بورډ له خلکو غوښتي چې د زرغون افغانستان جام لپاره د ټولنیزو رسنیو ځانګړې پاڼې جوړې شوې دي او تعقیب دې یې کړي.

د معلوماتو له مخې، په دغو لوبو کې به د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي هم ولوبېږي.

د یادونې ده، د زرغون افغانستان کرکټ سیالیو د لومړي پړاو اتلولي د هندوکش لوبډلې ترلاسه کړى دى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.