ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې د کلدارو کارولو په تړاو ۶۰ هټۍوال نیول شوي

اروزګان کې د کلدارو کارولو په تړاو ۶۰ هټۍوال نیول شوي

author avatar
19 Apr 2023 - 14:39
اروزګان کې د کلدارو کارولو په تړاو ۶۰ هټۍوال نیول شوي
author avatar
19 Apr 2023 - 14:39

ترینکوټ (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۲): اروزګان کې د افغانۍ د ترویج کمېسیون مسوولین وايي، ۶۰ هټ‎ۍوال يې په کلدارو د راکړې ورکړې په تړاو نیولي او ۱۷۰ نورې هټۍ يې له همدې امله تړلې دي.

کابو دوه میاشتي مخکې په دغه ولایت کې د افغانۍ ترویج او توکو د کنټرول لپاره یوې کمېټې دنده پيل کړه.

اوس د دې اووه کسیزې کمېټې مسوولین وایي، په مرکز او ولسوالیو کې په لومړي ځل تر ۹۰ سلنه زیات د افغانۍ ترویج بریالی کړی او د پاتې پنځه سلنه پلي کېدو لپاره هم هڅې روانې دې.

د دې کمېټې یوه مسوول مولوي عدالت پژواک خبري اژانس ته وویل: «د کمپاین له پيله تر دې مهاله ۶۰ هغه هټۍوال چې له خبرداري سره سره یې بیا هم پېر او پلور پر پاکستانۍ کلدارو کاوه، نیول شوي دي.»

د نوموړي په خبره، کمېټې په ښار کې د هغو هټۍوالو پېژندلو لپاره چې پر کلدارو راکړه ورکړه کوي، ی وشمېر کسان ګومارلي دي.

نوموړي وویل، نیول شوي کسان پر لنډ او اوږد مهال زندان محکوم شوي دي.

عدالت ګواښ وکړ، که خلک بیا هم د کلدارو راکړې ورکړې ته دوام ورکړي، نو د اوږدې مودې لپاره به زنداني شي.

هغه زیاته کړه، دا کمېټه د افغانیو د ترویج ترڅنګ د توکو بیو د کنټرول مسوولیت هم لري.

د ترینکوټ ښاروال مولوي هنر وویل، په ښار کې د توکو بیو کنټرول لپاره د روانو هڅو پایله کې تر دې مهاله ۱۷۰ دوکانونه د توکو د لوړو بيو د پلور له امله تړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، تر دوو لسیزو وروسته په لومړي ځل د افغانۍ ترویج پروسه په بریالۍ توګه عملي شوې ده.

هغه زیاته کړه: «له هغه وروسته چې ښار کې د افغانۍ ترویج کمپاین پیل شوی، ورسره سم دې ادارې ټولو توکو ته پر افغانۍ نرخ ټاکلی، نرخ‌پاڼه کې وخت پر وخت له هټۍوالو او دوکاندارانو سره شریکه شوې.»

نوموړي وویل، یو شمېر هټۍوال له ټاکلي نرخ پاڼې په لوړه بيه توکې پلوري چې د دویم ځل سرغړاوي په صورت کې به د هټۍ د تړل کېدو سره مسوول کس هم زندان ته ولېږل شي.

د ده په وینا: «د نرخ پانې له وېش سره هم مهال د شکایتونو شمارې هم وېشلې، څو خلک وخت پر وخت د دوکاندارانو او هټۍوالو د سرغړونې اړوند خبر ورکړي.»

د اروزګان والي مولوي محمدعلي جان احمد پژواک اژانس ته وویل، تر شلو کلونو وروسته په لومړي ځل دغه ولایت کې د افغانۍ ترویج عام شوی.

نوموړي وویل، د دغه کمپاین لپاره یې سختې هڅې وکړې، څو د کلونو په میراث راپاتې کلداره نور اروزګانیان ونه کاروي.

هغه وویل، د افغانۍ ترویج له کمپاین سره هم مهاله د دغه ولایت ټولو سیمو ته افغانۍ هم لېږل شوې، څو خلک د افغانۍ له کمښت سره مخ نه شي.

د اروزګان اوسېدونکي خوښ دي چې له دوو لسیزو وروسته د افغانیو ترویجولو لپاره جدي هڅې پيل شوې دي.

د ترینکوټ یوه دوکاندارن حکمت الله حکمت وویل، که د افغانۍ د ترویج او توکو بیو کنټرول برخو کې روانې هڅې همداسې دوام وکړي، سل سلنه بریالۍ کېدای شي.

نوموړي وویل، لا هم په یو شمېر سیمو کې خلک د افغانیو بانک نوټونو ته لاسرسی نه لري چې د افغانۍ ترویج پروسه یو څه ورسره ټکنۍ شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، که خلک د بهرنیو اسعارو پر ځای په ټولو راکړو ورکړو کې افغانۍ وکاروي، نو د دغه ولایت اقتصادي حالت به ورسره ښه شي.

له دې مخکې هم اروزګان کې د افغانۍ ترویجولو په موخه کمپاینونه شوي، خو دا لومړی ځل دی چې د روان کمپاین تر ډېره بریالی بلل شوی او له سرغړوونکو سره جدي چلند کېږي.

Views: 305

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.