Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان‌وردګو کې د وارداتي برېښنا غځېدلو مزو پر مسیر پراته خلک برېښنا غواړي

میدان‌ښار (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۲): د میدان‌وردګو یو شمېر اوسېدونکي وايي، که څه هم د وارداتي برېښنا مزي د دوی پر کورونو او کرنیزو ځمکو تېر شوي خو بیا هم له برېښنا بې برخې دي.

دغه کسان وايي، حکومت دې د دوی سیمې ته یو پلاوی ولېږي او هغه زیانونه دې وسنجوي چې د برېښنا د تېر شوو مزو امواجو له امله ورته متوجه دي.

هغوی غواړي چې که څه هم د برېښنا زیانونه یې زغملي خو باید له نعمته يې هم برخمن شي.

غزني او نورو سوېلي ولایتونو ته د وارداتي برېښنا مزي د میدان وردګو له ولایته تېرېږي چې په اوږدو کې یې اکثریت کلي برېښنا نه لري.

د یاد ولایت د برېښنا ریاست مسوولین وايي، په پلان کې ده چې روان کال د سیداباد ولسوالۍ ټولو سیمو ته برېښنا ورکړل شي.

د سیداباد ولسوالۍ د مرکز شېرازي بابا سیمې یوه اوسېدونکي بهادرخان پژواک خبري اژانس ته وویل، د برېښنا لویې پایې د دوی په کرنیزو ځمکو او کورونو کې تېرې شوې، خو دوی ته لا هم برېښنا نه ده ورکړل شوې.

هغه وویل: «عجیه دا ده چې د برېښنا خطر موږ ته متوجه دی، خو ګټه يې نورو ته رسېږي او موږ ترې بې برخې یو.»

د همدې ولسوالۍ د سالارو سیمې اوسېدونکی عبدالباري وایي، په تېرو جګړو کې يې هرڅه زیانمن شوي دي؛ د برېښنا مزي د دوی د کورونو او کرنیزو ځمکو پر سر تېر شوي خو برېښنا نه ده ورکړل شوې.

هغه زیاته کړه، تېرو جګړو دوی ته سخت زیانونه اړولي، اوس یې باید حکومت ستونزو ته پاملرنه  وکړي.

هغه وویل: «ټول جنګونه او خرابۍ زموږ په سیمه کې وشوې، اوس برق نه لرو، باید موږ ته برق راکړل شي؛ ځکه دا مو حق دی او غواړو یې.»

د همدې سیمې یوه بل اوسېدونکی رحمت الله وایي، د برېښنا لویو پایو یې ډېره کرنیزه ځمکه تخریب کړې ده او حاصلات یې کم شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، تاسو پوهېږئ چې دا برېښنا ډېره قوي ده او د سیمې خلکو ته يې ډېر خطر متوجه دی نو باید له نعتمه يې هم برخمن شي.

هغه وویل: «موږ ته دې مسوولین برق راولي؛ ځکه د پایو هر زیان موږ ته دی، خو برق مو نشه، له سولری برېښنا استفاده کوو.»

د دغه ولایت د برېښنا ریاست مسوولین د خلکو ستونزې مني او ژمنه کوي چې روان کال کې به د دې ولسوالۍ ټولو سیمو ته د برېښنا مزي وغځول شي.

د میدان وردګو ولایت د برېښنا رییس مولوي عبدالحق طلحه پژواک خبري اژانس ته وویل، د برېښنا لویې پایې په تېر نظام کې د خلکو په کرنیزو ځمکو او کورنو کې لګول شوې دي.

نوموړي وویل، د سیداباد ولسوالۍ یو شمېر سیمو ته برېښنا ورکړل شوې او د پاتې سیمو لپاره به د پلان له مخې په ۱۴۰۲ کال کې برېښنا ورکړل شي.

هغه وویل: «دغه سیمو ته د برېښنا د لېږد موضوع موږ له وزارت سره شریکه کړې او روان کال په پلان کې نیول شوې ده چې زر به یې کار پیل شي.»

هغه زیاته کړه، د دې ولسوالۍ د سلطان‌خېلو سیمې نظامي بېس ته د کورنیو چارو وزارت په ملاتړ د برېښنا غځولو چارې روانې دي چې له هغه ځایه به هم نږدې سیمو ته برېښنا ورکړي.

د یادونې ده، لا هم د میدان وردګو ولایت ډېری کورنۍ دولتي برېښنا ته لاسرسی نه لري او له سولري برېښنا ګټه اخلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.