Language

د کندهار د دهلې بند اوبو کې یو کس ډوب او مړ شوی

کندهار (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۲): د کندهار په دهلې بند کې پرون یو کس په اوبو کې ډوب شوی او ژوند يې له لاسه ورکړی دی.

د دغه ولایت مسوولین وايي، پخوا يې خلکو ته خبر ورکړی و چې د دهلې بند اوبه زیاتې شوې نو له لامبو وهلو باید ډډه وشي.

د مړه شوي کس یوه خپل پژواک خبري اژانس ته وویل: «نوراحمد مې د ماما زوی و، پرون سهار په دهلې بند کې د لامبو پر مهال ډوب شوی او ژوند يې له لاسه ورکړی دی.»

چارواکي وایي، مخکې یې هم له ځوانانو غوښتي وو او یو ځل بیا غوښتنه ترې کوي چې په ډېرو اوبو کې له لامبو وهلو ډډه وکړي.

د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي مسوول حاجي زید په دې اړه وایي: «موږ پخوا هم خلکو ته ویلي وو چې د دهلې اوبه را اېله شوې دي او باید خلک په ډېرو اوبو کې ونه لامبي، اوبازي مو نه وي زده، وړي مو، نو اوس بیا غوښتنه کوو چې دوی دې له ځانونو سره احتیاط وکړي.»

د کندهار د دهلې اوبه چې په ارغنداب سیند او ظاهرشاهي کانال کې بهېږي، د ګرمۍ په موسم کې ډېری ځوانان او ماشومان لامبو پکې وهي چې هر کال د یو شمېر ماشومانو او ځوانانو د مړیني لامل کېږي.

دا په تېره یوه اونۍ کې دویم ځوان دی چې د دهلې د اوبو له امله ژوند له لاسه ورکوي.

اووه ورځې وړاندې (د وري ۲۳ نېټه) هم یوه ځوان د دهلې بند په اوبو کې د لامبو پر مهال ژوند له لاسه ورکړی و.