فراه (پژواک، ۳۰وری ۱۴۰۲): فراه کې امنیتي مسوولین وايي چې تېره شپه د دغه ولایت په مرکز کې یو کس په ډزو وژل شوی او امنیتي کسانو د دې پېښې په تړاو یو کس نیولی دی.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول مولوي محمدنسیم بدري پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه شاوخوا اته بجې د مرکز اړوند په یزد کلي کې یو کس په ډزو وژل شوی چې په تړاو يې امنیتي ځواکونو یو کس نیولی دی.
هغه زیاته کړه، پېښه له روژهماتي وروسته رامنځته شوې چې قاتل يې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول او تحقیقات ترې روان دي.
نوموړي وویل: «د وژل شوي کس قاتل د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی او په تحقیقاتو کې يې ويلي چې دا کس په خطايۍ کې ترې وېشتل شوی دی.»
بلخوا، د وژل شوي کس کلیوال محمدامین بیا وايي چې هغه له نورو کسانو سره په شخړه کې وژل شوی دی.
نوموړي وویل: «تېره شپه ناوخته زموږ ګاونډي میوند د کامران زوی له نورو ځوانانو سره شخړه کړې وه چې وروسته د یو نفر د لوري د تومانچې په وسیله درې مرمۍ پر سر ویشتل شوی او وژل شوی دی.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP