ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کجکي بند د دویم فاز پروژې په اړه له ترکي شرکت سره ناسته وشوه

د کجکي بند د دویم فاز پروژې په اړه له ترکي شرکت سره ناسته وشوه

author avatar
20 Apr 2023 - 03:49
د کجکي بند د دویم فاز پروژې په اړه له ترکي شرکت سره ناسته وشوه
author avatar
20 Apr 2023 - 03:49

کابل (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۲): هلمند کې د کجکي بند د دویم فاز پروژې د هر اړخیزې څېړنې په تړاو د سترو تړونونو د مشرتابه پلاوي ناسته ترسره شوه.

د باختر اژانس د خبر  له مخې، دغه ناسته د اوبو او برېښنا وزارت د سرپرست ملا عبداللطیف منصور په مشرۍ د اوبو او برېښنا، د کلیو د پراختیا، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، اقتصاد او ټولګټو وزارتونو د مرستیالانو، استازو او نورو اړوندو ادارو د استازو، د پروژې د تخنیکي مسوولینو او د ۷۷ ترکي شرکت د استازي بوراک اونسال په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د ټاکل شوې کمېټې راپور چې مخکې د مشرتابه پلاوي له خوا د نوموړي تړون د څېړلو په موخه ټاکل شوې وه، تر مطالعې لاندې ونیول شو او د تړون د بېلابېلو اړخونو له هر اړخیزې څېړنې وروسته، د قراردادي شرکت له استازي سره د همغږي په موخه د ځینو شته ننګونو او ستونزو هوارولو په هکله په بشپړه توګه بحث او خبرې اترې وشوې.

د مشرتابه پلاوي غړو او قراردادي شرکت استازي هوکړه وکړه چې د تړون د اړخونو او لا زیاتې مطالعې او په بېلابېلو عادي او غیر عادي حالاتو کې د هغې د پلې کولو په پار لا زیاتې څېړنې ترسره کړي، ترڅو په راتلونکي ناسته کې په دې اړه وروستۍ هوکړې ترسره شي.

Views: 342

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.