[restrict paid="true"]
کندهار ښار (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۲): چارواکي وايي، د کندهار ښار دوولسمې امنیتي حوزې اړونډ د نازک له کوټۍ سره د احمدالله په نوم يو ځوان وژل شوی دی.
د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي مسوول حاجي زيد د وري په ۳۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې شوې او انګېزه يې شخصي دښمني ده.
د چارواکو په وينا، په دې اړه درې شکمن کسان نيول شوي او پلټنې ترې روانې دي.
يوه سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي وايي، دغه کس د خپل يوه ملګري له خوا وژل شوی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د یاد ځوان ملګري د هغوی کور ته ورغلي وو او بيا يې دی هلته په ډزو وېشتلی او وژلی دی.
د وژل شوي کس د وژنې په اړه یاده کورنۍ څه نه وايي او نه يې هم تر اوسه لامل معلوم شوی دی.
ورته پېښه تېر کال هم د روژې په مياشت کې د کندهار په ارغنداب ولسوالي کې شوې وه چې يو ځوان د خپلو ملګرو له خوا وژل شوی و.
[/restrict]