[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۲): د افغانستان سرپرست حکومت د اوبو او برېښنا وزارت له ګلبهار شرکت سره له ډبرو سکرو او ګازو د برېښنا تولید برخه کې د ګډې همکارۍ هوکړه لاسلیک کړه.
د دغه وزارت له خوا د وري په ۳۱مه په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د ډبرو سکرو او ګازو له سرچینو د برېښنا تولید برخه کې د ګلبهار انویسټ شرکت له رییس حاجي ګلبهار حبیبي سره د ګډې همکاري هوکړه لاسلیک کړه.
سرچینې زیاته کړې، دغه هوکړهلیک د ډبرو سکرو او ګازو له سرچینو د برېښنا تولید فابریکي جوړولو په برخه کې د یاد شرکت د پانګونې چارو پرمخ وړلو لپاره د دواړو لورو ترمنځ د ګډو تخنیکي همکاریو په موخه لاسلیک شو.
د يادولو ده، څه موده وړاندې د ګلبهار ګروپ شرکت مسوولينو، د اوبو او برېښنا وزارت له سرپرست سره په ليدنه کې د ډبرو سکرو او ګازو له سرچينو د ۱۰۰ تر ۲۰۰ میګاواټ په وړتیا د برېښنا د توليد فابريکې جوړولو لېوالتيا وښوده او د چارو د همغږۍ هوکړه یې وکړه، څو ژر تر ژره د دواړو لورو ترمنځ د ګډې همکارۍ هوکړه لاسلیک شي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP