Language

کندوز کې په تېرو څلورو کلونو کې ۵۰ تولیدي فابریکې تړل شوې دي

کندز (پژواک، ٣١ وری ١٤٠١): د کندوز د کانونو او صنایعو ریاست مسوولین وايي چې په بازار کې د خامو توکو نشتوالي، به بانکي سیستم کې د ستونزو او له بهره د توکو وارداتو له امله په دغه ولایت کې ۵۰ تولیدي فابریکې تړل شوې دي.

دغه راز، یو شمېر پانګه‌وال چې تولیدي فابریکې یې سقوط شوې، د سرپرست حکومت د ملاتړ غوښتونکي دي.

د کندوز د کانونو او صنایعو اتحادیې مشر عبدالعزيز زرنګ پژواک ته وویل، په تېرو څلورو کلونو کې د خامو توکو نشتوالي، به بانکي سیستم کې د ستونزو او له بهره د توکو وارداتو له امله د ۱۷۰ تولیدي کارخونو له ډلې ۵۰ یې درېدلې دي.

زرنګ له حکومته غواړي چې د داخلي تولیداتو د ملاتړ لپاره دې په دغه ولایت کې صنعتي پارک جوړ کړي او له داخلي پانګه والو څخه دې ملاټر وکړي.

هغه زیاته کړه: «په کندوز کې شاوخوا ۱۷۰ فابریکو په درېیو، لویو، منځنۍ او کوچنۍ کټګوریو کې فعالیت درلود چې ۵۰ یې تړل شوې دي.»

زرنګ وايي، که درېدلې کارخانې خپل فعالیت بېرته پیل کړي، له یوې خوا د پانګه‌والو ملاټر کېږي او بلخوا سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابریږي.

غلام‌حیدر حیدر چې په لسګونه زره ډالر یې د پلاستیک پر یوه تولیدي فابریکه پانګونه کړې او اوس یې کارخونه سقوط شوې، له سرپرست حکومته غواړي چې د کارخونې د فعالیت لپاره یې زمینه ورته برابره کړي.

هغه وویل: «له حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې صنعت‌کارانو ته صنعتي پارک جوړ کړي، د برېښنا په برخه کې راسره مرسته وکړي، خام مواد راته راورسوي څو په ارام فکر خپل کار ته دوام ورکړو.»

یو بل پانګه وال محمدنبی وايي، په يوه خصوصي بانک کې یې شتمنيو بندېدو له امله نه شي کولى خام توکي وپېري.

هغه د خپلې کارخونې د سقوط دلیل د خامو توکو نشتوالی بولي.

یو شمېر نور صنعتکاران او د فابریکو خاوندان چې فابریکې یې تړل شوي وايي، دوی په خپلو تولیدي فابریکو کې زیاته پانګونه کړې، خو اوس له سقوط سره مخ دي، دوی له سرپرست حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي.

بلخوا، د کندوز د صنعت او سوداګرۍ رییس محمدرحیم سیرت له داخلي تولیداتو پر ملاتړ او حمایت ټینګار کوي او د درېدلو کارخونو د بیا فعالولو لپاره د هڅو په اړه خبرې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې پر کندوز سربېره په نورو ولایتونو کې سوداګر او پانګه‌وال د خامو توکو له نشوالي او بانکي ستونزو سره مخ دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.