Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

موټرپلورونکي: ښي لاس موټرو ته د اسناد ورکولو له اعلان وروسته د افغانستان لاس موټرو بازار خراب شوی

کابل (پژواک، ۱ غویی  ۱۴۰۲): په کابل کې یو شمېر موټرپلورونکي وایي، د حکومت له لوري ښي لاس یو کیلي موټر ته د اسناد ورکولو له اعلان وروسته د افغانستان لاس موټرو پلور کم شوی او د پخوا په پرتله يې بيې هم ټيټې شوې دي.

د اړوندې موضوع په اړه په کابل کې د قصبې سیمې موټرپلورونکو ټولنې رییس حاجي وفا پژواک خبري اژانس ته وویل، د حکومت له لوري یو کیلي موټرو ته د اسناد ورکولو له اعلان وروسته د افغانستان لاس موټرو بازار کمرنګه شوى دی.

هغه زیاته کړه: «په سوداګرۍ کې یوه وړه خبره هم ډېر منفي اثر لرلای شي او په دې پرېکړه کې د موټرو د سوداګرو ستونزو ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې.»

دی وایي، مخکې به په اونۍ کې هر موټر پلورونځي شاوخوا تر درېیو پورې موټر پلورل خو اوس په اونۍ کې يو هم نه شي پلورلاى.

نوموړی وایي، مخکې به ۲۰۱۰ ماډل کرولا په ۸۰۰۰ زره ډالر پلورل کېده خو له اعلان وروسته  اوس دغه ډول موټر شاوخوا پنځه‌نیم زره ډالرو ته راټيټ شوي دي.

د حاجي وفا د معلوماتو له مخې، ۲۰۱۲ ماډل کرولا شاوخوا په ۹۰۰۰ زره ډالر پلورل کېده، خو اوس دغه ډول موټر تر شپږ زره ډالرو پلورل کېږي.

دغه راز، په کابل کې د موټرو يو بل پلورونکی میرویس هم شکایت کوي چې یو کیلي موټرو ته د اسناد ورکولو له اعلان وروسته د افغانستان لاس موټرو کاروبار خراب شوى دی.

دی وایي: «یو کيلي موټر په بازار کې شاوخوا په ۲۰۰۰ ډالر پلورل کېږي او نوي هم دي نو بیا د افغانستان لاس موټر څوک څه کوي نو په دې خاطر زموږ پلور بېخي کم شوى دی.»

نوموړی وایي، مخکې به یې په اونۍ کې شاوخوا تر درېیو پورې موټر پلورل خو اوس په اونۍ کې یو هم نه شي پلورلای.

د میرویس د معلوماتو له مخې، ۲۰۰۷ ماډل کرولا مخکې شاوخوا په اته زره ډالره پلورکېده، خو اوس یې څوک په پنځه زره ډالره هم نه اخلي.

هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې د سوداګرو ملاتړ وکړي او پاکستان لاس یو کیلي موټرو ته دې اسناد نه ورکوي.

همدارنګه یوه بل موټر پلورونکي عبدالستار مرزی هم پژواک ته وویل چې د حکومت له دې پرېکړې سره د افغانستان لاس موټرو بازار بېخي خراب شوی دی.

هغه دا هم وویل چې په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته په وروستيو کې یو څه د موټرو بازار ښه شوى و خو له دې پرېکړې سره بېرته خراب شو.

نوموړی وویل: «زه یو ۲۰۱۸ ماډل لنډکروزر موټر باندې ۳۵ زره ډالره محصول ورکوم خو اوس دوی په پنځه زره افغانۍ سټېکر ورکوي نو زما موټر څوک اخلي.»

دغه راز يو شمېر نورو موټرپلورونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې یادو ستونزو ته دې پاملرنه وکړي.

پژواک هڅه وکړه چې اړوندې موضوع په تړاو د ترافیکو ریاست نظر هم واخلي خو له څو ځلې اړیکو نیولو سره ځواب ته حاضر نه شول.

خو د تېرې کب میاشتې په ۲۱مه نېټه د ترافیکو عمومي ریاست ویلي وو چې د جنايي جرمونو، ترافيکي ګډوډۍ او د عامه نظم ساتلو په موخه راسته لاس بې اسناده «یو کیلي» موټرو ته درې کلن موقتي ترافيکي اسناد ورکوي.

د یادونې ده، په تېر حکومت کې هم یو کيلي یا راسته لاس موټرو ته د موقت وخت لپاره سټېکرونه ورکړل شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.