کابل (پژواک، ۱ غویی ۱۴۰۲): د کابل ښار ځیني هټۍوال وایي، د ښاروالۍ له خوا ټاکل شوې بیې مناسبې نه دي، خو ښاروالي وایي چې د توکو بیې د اصنافو استازو په شتون کې ټاکل شوې او ښاروالۍ یې کنټرولوي.
کابل ښاروالي له څه مودې راهیسې هټۍوالو ته د توکو بیو نرخپاڼې ورکوي او پلې کېدل یې څاري.
د کابل ښار د وزیر محمداکبرخان سیمې د خوراکي توکو یوه هټۍوال چې نه غواړي نوم یې خپور شي، پژواک خبري اژانس ته وویل، له یوې خوا په دې وروستیو کې بازارونه کمرنګه شوي او له بلې خوا ښاروالۍ د نرخونو کنټرول پیاوړی کړی چې له امله یې هټۍوال له «ستونزو» سره مخ شوي دي.
دی وايي، توکي په ډالرو پېري او د ډالرو ارزښت هره ورځ ښکته او پورته کېږي، خو دا چې ښاروالۍ نرخونه له مخکې ټاکلي، نو ځکه هټۍوال د خپلې توقع ګټه نه شي کولی.
هغه زیاته کړه، ځیني وخت چې په هټیو کې توکي له کاره ولوېږي یا یې تاریخ تېر شي، مجبور دی چې د نورو توکو په پلور کې د هغو زیان څه ناڅه جبران کړي او که دا کار ونه کړي، تاوان کوي.
دی زیاتوي: «په دغسې بحراني وضعیت کې دې دوی هم لږه ګوازه وکړي او موږ به هم له خلکو سره ګوازه وکړو، داسې نه چې یوازې زما د دوکان کرایه له څو میاشتو راهیسې پاتې ده، بلکې داسې ډېر نور دوکانونه هم شته چې کرایې یې نه دي ورکړې او په دغه وزیر اکبرخان کې د دوکانداران د ورځني پلور کچه زرو دوه زرو افغانیو ته راغلې، هیڅ باور به ونه کړې.»
د کابل منډوي یو هټۍوال رحمتشاه ادعا کوي چې د ښاروالۍ له خوا په ورکړل شوې نرخپاڼه کې ځیني قيمتونه له هغو قيمتونو ډېر ټیټ دي چې دوی یې په کومه بیه پېري، نو ګټه به څنګه وکړي.
دی وایي، ښاروالۍ د یوې کیلو بورې بیه ۶۵ افغانۍ ټاکلې ده، خو ده په دې ورځو کې یوه کیلو تر ۹۰ افغانۍ هم پېرلې ده؛ ځکه چې د عمده پلور بیه یې لوړه شوې ده.
جمیل – چې د کابل ښار په منډوي کې په عمده ډول خوراکي توکي پلورلي – د وري په ۳۰مه پژواک ته وویل چې تر ټولو ښه بوره یوه کیلو په ۷۰ افغانۍ او ارزانه یې په ۶۵ افغانۍ پر هټۍوالو پلوري.
رحمتشاه دا هم وویل، د ډالرو د ارزښت ښکته پورته کېدل پر نرخونو تاثیر لري نو په کار ده چې ښاروالي دغه توپیرونه درک کړي او د حل لار ورته ولټوي.
هغه زیاته کړه، د نرخونو د کنټرولو سربېره د هټیو کرایې او مالیه نور هغه مسایل دي چې د دوی ستونزې یې ډېرې کړې دي.
د شهرنو سیمې هتۍوال سمیر وویل: «بازار کې د ډالرو ستونزه ده، ښکته او پورته کېږي، مجبور یو په توکو یو څه فایده زیاته واچوو، که یې ونه کړو نو کرایې دي، مالیه ورکوو او ستونزې هم ډېرې دي.»
دی وايي، ډېر کله نه شي کولی چې د ښاروالۍ له خوا پر ټاکلې بیه توکي وپلوري؛ ځکه چې ګټه نه ورته کوي.
هغه له ښاروالۍ غواړي پر داسې حللاره فکر وکړي چې د هټۍوالو دغه ستونزې په کې په پام کې نیول شوې وي.
د کابل ښاروالۍ استازی نعمتالله بارکزي د تېرې وري میاشتې په ۳۰مه پژواک ته وویل، په کابل ښار کې وېشل شوې نرخپانې د یوه ټاکل شوي کمېسیون له خوا جوړې شوې او په دغه کمېسیون کې اړوندو ادارو، د ښاریانو او اصنافو استازي شامل دي.
دی وايي: «د ښاروالۍ وظیفه او موخه قطعاْ دا نه ده چې ښاریان او هټۍوال تاوان وکړي، موخه یوازې او یوازې عدالت دی او هیڅوک حق نه لري چې ډېره ګټه وکړي او هغه قانوني ګټه چې مشخصه ده، له هغې استفاده کولی شي.»
هغه زیاته کړه، نرخونه د ټولو صنفونو استازو په شتون کې ټاکل شوي چې ټول یې مني او ښاروالۍ یې هم تطبیقوي.
خو ځیني کابل ښاریان وایي چې د ښاروالۍ له خوا د بیو له کنټروله خوښ دي.
د کابل د دشت برچې سیمې اوسېدونکي مجتبی حسیني پژواک ته وویل، د بیو کنټرول له کاره ډېره خوښ دی. دی وايي چې بازار کې د بیو کنټرول غوره اقدام دی او ښاروالي د دې ترڅنګ د توکو کیفیت هم څاري او دغه کار د خلکو له حفظ الصحې سره هم ډېره مرسته کوي.
د کابل ښار یوولسمې ناحیې اوسېدونکی کریمالله مفاز هم وایي چې د ښاروالۍ له خوا د نرخونو له کنټروله ډېر خوښ دی.
دی وايي: «دغه کار د بازار له نظم سره مرسته کولی شي، د احتکار مخه نیول کېږي او قیمته فروش دوکانداران باید وپېژندل شي.»
د کابل ښار د قلعه زمان خان سیمې اوسېدونکی صفیالله سروري وایي، کابل ښار کې د بیو کنټرول نه یوازې د روژې په میاشت کې، بلکې هر وخت باید شتون ولري.
دی وايي چې په دې وروستیو کې د افغانانو اقتصادي وضیعت ورځ تر بلې په خرابېدو ده، نو ځکه خو په کاره چې د لومړنیو توکو بیې کنټرول شي.
هغه زیاته کړه چې که څوک په بازار کې توکي په لوړه بیه پلوري، قانوني چلند دې ورسره وشي.
Views: 43
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP