ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات ښار کې ترافیکي ګڼه‌ګوڼه ډېره شوې ده

هرات ښار کې ترافیکي ګڼه‌ګوڼه ډېره شوې ده

author avatar
22 Apr 2023 - 10:03
هرات ښار کې ترافیکي ګڼه‌ګوڼه ډېره شوې ده
author avatar
22 Apr 2023 - 10:03

هرات ښار (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۲): د هرات یو شمېر اوسېدونکي په دغه ښار کې ‎د ترافیکي ګڼې‌ګوڼې او بې‌نظمۍ زیاتوالي په اړه نیوکه کوي او وايي، دغه ستونزه باید ژر تر ژر د اړوندو مسوولینو له لوري هواره شي.

د دوی په خبره،‎ د هرات ښار پر سړکونو د موټرو، لاسي پلورونکو او کراچیو شمېر ورځ تر بلې په ډېرېدو دی ‎او ترافیکي قوانینو ته نه پاملرنه په دغه ښار کې د بې‌نظمۍ او ګڼې‌ګوڼې لامل شوی دی.

د هرات ښار اوسېدونکي سمیراحمد مردان له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې وویل، د ترافیکي څراغونو نه فعالېدل، د خلکو په ځانګړې توګه ریکشاچلوونکو له لوري د قوانینو او ترافیکي اصولو نه مراعاتول د ګڼې‌ګوڼې او ترافیکي پېښو ډېرېدو لاملونه دي.

هغه څرګنده کړه چې ښاري بې‌نظمي د ترافیکي پېښو ډېرېدو لامل هم کېږي چې دغه کار د خلکو په ځانګړې توګه د ښاریانو د اندېښنې لامل شوی دی.

د هرات ښار د امریت له چوکه یوه تېرېدونکي عمر ځلاند د مردان د خبرو په تایید سره پژواک ته وویل، دا مهال د روژې وروستۍ لسیزې په رسېدو سره ښار ته د خلکو تګ راتګ ډېر شوی چې له امله یې ورځ تر بلې په ښار کې ترافیکې ګڼه‌ګوڼه هم ډېریږي.

نوموړي په ډاګه کړه چې اوسمهال ښار له کثافاتو پاک شوی او اړتیا ده چې د ښاروالۍ ریاست او د ترافیکو مدیریت په ګډه د ښاري نظم رامنځته کولو برخه کې یو لړ اقدامات وکړي.

بل‌‎خوا، د هرات ولایت د ترافیکو عمومي مدیر ذبیح‌الله اکبري د موټرو په ځانګړې توګه د ریکشاوو زیاته ګڼهګوڼه، د موټرو درېدو لپاره د معیاري پارکینګونو نشتوالی، د سړکونو نه پراختیا او په چوکونو کې د ترافیکي څراغونو نه فعالیت په ښار کې د ګڼې‌ګوڼې زیاتوالي لاملونه بولي.

هغه د هرات ښار له اوسېدونکو او موټرچلوونکو غواړي چې د ښاري نظم ښه کېدو او ترافیکي ګڼې‌ګوڼې کمېدو لپاره ترافیکي قوانین مراعات کړي.

په ورته مهال، د هرات ښاروالي وايي چې د ترافیکو له مدیریت سره په ګډه هره ورځ د ښاري نظم رامنځته کولو لپاره په ښار کې له ګڼې‌ګوڼې او نقلیه وسایطو څارنه کوي.

د ښاروالۍ ادارې مسوولین زیاتوي چې د ترافیکي ګڼې‌ګوڼې کمولو لپاره یې څه موده مخکې د ترافیکي څراغونو د ترمیم او نصب پروژه پیل شوې چې د ښار په مزدحمو ځایونو کې یې ۸۵ سلنه چارې بشپړې شوې دي.

د هرات ښاروالۍ ویاند ناصر ارمل وايي، په نږدې راتلونکي کې به د ترافیکي څراغونو ستونزه په معیاري ډول هواره شي او د دې ادارې د مارکېټونو امریت هم هره ورځ په ښار کې د لاسي پلورونکو د نظم لپاره هڅه کوي.

د هرات د ترافیکو مدیریت د شمېرو له مخې، دا مهال د ښار په کچه د ورځې شاوخوا ۳۰۰ زره موټر تګ راتګ کوي چې ۸۵ زره یې یوازې رېکشا دي.

د یادونې ده، په هرات ښار کې د اوسنۍ ګڼې‌ګوڼې او بې‌نظمۍ له امله له تېر کال راهیسې لږ تر لږه  ۹۰۹ ترافیکي پېښې شوې دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.