[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۲): اسلامي امارت د افغانستان په اړه د امریکا د دفاع وزارت په حواله رسنيز شوی سند مغرضانه او د همېشني پروپاګند برخه وبلله.
د اسلامي امارت وياند ذبيحالله مجاهد د غویي په ۳مه، له ماښام وروسته په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي، ځینو لوېديځو رسنیو راپورونه خپاره کړل چې ګواکې د امریکا د دفاع وزارت یو ډاګیز شوی سند ښيي چې افغانستان په اصطلاح د ترهګرۍ پر مرکز بدل شوی دی.
هغه زیاته کړې: «موږ دا ادعا په کلکه ردوو.»
مجاهد همداراز ویلي، افغانستان د سیمې په کچه پر یو امن هېواد بدل شوی او د سږ کال کوچنی اختر یې ترټولو ښه بېلګه ده؛ له نېکهمرغه په ټول هېواد کې هیڅ امنیتي پېښه و نه شوه، دغهراز په سیاسي او ډیپلوماتیکه برخه کې هم له نړۍوالو سره د مسلسلو پرمختګونو او تعامل شاهدان یو.
د نوموړي په وینا، په داسې زماني مقطع کې بېمسوولیته ادعاوې او د خودساخته اسنادو خپرول د هغو استخباراتي مغرضو کړیو کار دی چې پر افغانانو یې ښه حالت نه لورېږي.
مجاهد وایي: «د افغانستان اسلامي امارت په هېواد باندې بشپړ کنټرول لري او هيچاته اجازه نه ورکوي چې افغانستان د کوم بل هېواد د امنیت په ضد استعمال شي، خصوصا د داعش غوندې فتنهګره ډله سخته ځپل شوې او د محوه کېدو په حال کې ده.»
هغه همدارنګه ويلي، دا چې د اسلامي امارت له تعهداتو او عملي اقداماتو سره سره بیا هم افغانستان نړۍ ته خطر معرفي کېږي او د دې پرځای چې دلته د موجود امن، ثبات او اسلامي امارت د مثبتو پیغامونو هرکلی وشي، دغه ډول مغرضانه راپورونه د دې ښکارندوی دي چې په امریکا کې ځینې کړۍ لا هم د افغانستان له خلکو سره له کینې او دښمنۍ څخه نه دي لاس په سر شوي.
سرچينې زياته کړې، ټول باید پوه شي چې اوس عامه ذهنیت په دغه ډول ناکامو هڅو نه تېر ایستل کېږي.
د بيبيسي د خبر له مخې، د امریکا د دفاع وزارت دغه سند چې جزییات یې «واشنګټن پوسټ» ورځپاڼې خپاره کړي، د پنتاګون یوه ارزونه ده چې پکې اسیا، اروپا او امریکا ته د ترهګرۍ ګواښ، ژوره امنیتي اندېښنه ګڼل شوې ده.
د دغې پټې ارزونې په سند کې ویل شوي، په افغانستان کې د «داعش» ډله په ځانګړي ډول هڅه کوي سفارتونه، سوداګریز مرکزونه، کلیساوې او د فوټبال نړۍوال جام سیالۍ په نښه کړي.
د پنټاګون د محرمې ارزونې دغه سند چې د «ډیسکارډ» په نامه یوه خواله رسنۍ کې هم خپور شوی او واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ترلاسه کړی، پکې ویل شوي، افغانستان د داعش ډلې د فعالیتونو د همغږۍ پر مرکز بدل شوی او دغه «ترهګره ډله» په اروپا، اسیا او امریکا کې د بریدونو پلان لري.
[/restrict]
Views: 399
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن