تالقان (پژواک، ۳ غويي ۱۴۰۲): د تخار ولایت د اشکمش ولسوالۍ د لرو سیمو یو شمېر اوسېدونکي له دوامداره محرومیتونو شکایت کوي او وايي، تېرې شل کلنې جګړې فرصتونه ترې اخیستي وو او اوس د خپلو کورنیو د لګښتونو پوره کولو توان نه لري.
د اشکمش ولسوالۍ اړوند ترسکچشمه سیمې اوسېدونکي عبدالمالک پژواک ته وویل: «له ۲۰ کلونو ډېر وخت کېږي چې په دې سیمه کې د جګړې له امله نه مرستندویه موسسو له بېوزلو سره مرسته کړې او نه هم حکومت له دوی سره د مرستې فرصت درلود، له همدې امله دا مهال خلک له ناوړه اقصادي وضعیت سره مخ دي.»
هغه زیاتوي، یو مهال په یاده سیمه کې په یوه ساعت کې د ښکېلو غاړو له لوري د هاوان ۷۳ مرمیو لګېدو شاهدان وو او د همدغو جګړو له امله دوی ټول فرصتونه له لاسه ورکړل، دا مهال نه د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري، نه ورسره بشري مرستې کېږي او نه هم د خپلو کورنیو د لګښتونو پوره کولو توان لري.
د هغه په خبره، اوس چې نسبي امنیت ټینګ شوی، سرپرست حکومت دې د خلکو ستونزو هوارولو برخې ته پاملرنه وکړي.
د یادې ولسوالۍ بل اوسېدونکی حبیبګل وايي، د وروستیو جګړو له امله د ډېری خلکو کورونه پر کنډوالو بدل شوي چې د بیارغونې توان یې نه لري او هره ګړۍ یې د لوېدو له ګواښ سره مخ دي.
هغه وايي، اوسنی حکومت باید د خلکو د دې ستونزې هوارولو ته پاملرنه وکړي.
د یادې ولسوالۍ یوه قومي مشر ګلمحمد وویل: «د جګړې له امله په یوه کال کې له خپله کوره څو ځله کډوال کېدو او په لرو پرتو سیمو کې به تر خېمو لاندې اوسېدو، څو د جګړې له شدته وژغورل شو، څو کلونه همدا ډول تېر شول، خو اوس د ژوند له هر ډول امکاناتو او اسانتیاوو بېبرخې یو.»
هغه له موسسو او حکومته وغوښتل چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي؛ ځکه چې د جګړې اصلي قربانیان دوی دي.
د اشکمش ولسوالۍ بل قومي مشر میرزا داوود وايي، په تېرو شلو کلونو کې د دې ولسوالۍ خلک د اوږدې جګړې له امله پر اقتصادي بېوزلۍ سربېره له ټولنیز فقر سره هم لاس او ګرېوان دي چې دا خپله له لومړنیو امکاناتو د محرومیت وروستی حد دی.
د هغه په وینا، د دغو محرومیتونو ترڅنګ، د څښاک پاکو اوبو ته نه لاسرسی هم د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو بله جدي ستونزه ده چې خلک د مرکب په وسیله د څو کیلومتره لارې په وهلو سره د څښاک اوبو ته لاسرسی پیدا کوي.
نوموړي د حکومت ترڅنګ، له مرستندویه بنسټونو هم وغوښتل چې د دوی د ستونزو هوارولو ته پاملرنه وکړي.
په ورته مهال، د تخار د والي ویاند محمدعارف عارف که څه هم د اشکمش ولسوالۍ اوسېدونکو د ستونزو پخلی کوی او جګړه د ټولو محرومیتونو لامل ګڼي، خو ډاډ ورکوي چې حکومت د دغه ولایت په لرو سیمو کې د خلکو د ستونزو هواري پروګرامونه په پام کې لري، څو د مرستندویه موسسو پام را واړوي او ستونزو او اوږد مهاله محرومیتونو ته د پای ټکی کېښودل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP