میمنه، کندوز (پژواک، ۴ غویی ۱۴۰۲): د فاریاب او کندوز سیمهییز چارواکي د اختر په ورځو کې په دغو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله د ۱۸ کسانو د مرګژوبلې خبر ورکوي.
د فاریاب ولایت د ترافیکو امریت د پېښو مدیر احمدفهیم کوهي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ له غرمې وروسته د فاریاب ښار په څنډه کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې یو ۱۷ کلن او بل ۱۸ کلن ځوانان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
هغه همداراز وویل چې تېره شپه په مرکز میمنې ښار کې د دوو موټرسایکلونو د ټکر له امله دوه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
کوهي زیاته کړه چې دغه پېښې د چلوونکو د ګړندي تګ او بېغورۍ له امله رامنځته شوې دي.
د اندخوی روغتون مسوول ډاکتر سنجر عمري هم وايي چې تېره شپه د یوې ترافیکې پېښې له ځایه دوه جسدونه او دوه ټپیان روغتون ته وروړل شوي وو چې ټپیان له لومړنۍ درملنې وروسته د جوزجان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
بلخوا، د فاریاب د ترافیکي پېښو مدیر وايي چې د اختر په دویمه روځ د دغه ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د موټر چپه کېدو له امله درې کسان ټپیان شوي دي.
په ورته مهال، د فاریاب په ولایتي روغتون کې د بېړنۍ څانګې مؤظف ډاکتر عبدالهادي پژواک ته وویل چې تېره ورځ له غرمې وروسته په میمنه ښار کې د ترافیکي پېښه له ځایه د دغه روغتون بېړنۍ څانګې ته درې ټپيان وروړل شوي دي.
خو د میمنې ښار په روغتون کې یوه سرچینه وايي، د اختر په درېیو ورځو کې د موټرسایکلونو د ګړندي تګ له امله د ټکر له پېښو ۲۰ ټپیان دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.
د فاریاب د ترافیکو په امریت کې د پېښو مدیر وايي، که څه هم د اختر په ورځو کې د موټرو د ګړندي تګ مخنیوي په موخه د دې ادارې کارکونکو شتون درلود، خو د ډېری ځوانانو له لوري د وسایطو ګړندي تګ خلک اندېښمن کړي دي.
هغه له کورنیو وغوښتل چې خپلو اولادونو ته سپارښتنه وکړي څو د مرګونو ترافیکې پېښو مخنیوي په موخه له ګړندي تګ څخه ډډه وکړي.
د یو بل خبر له مخې، د کندوز ولایت چارواکي وايي چې د علي اباد- خان اباد لارې په اوږدو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.
د کندوز د ترافیکو مدیریت د پېښو امر محمد یاسین پژواک ته وویل، دغه پېښه پرون شاوخوا ۱۲ بجې هغه مهال رامنځته شوه چې یو کرولا موټر له سړکه واوښت.
هغه د یادې پېښې لامل د موټرچلوونکي بېاحتیاطي وبلله.
Views: 41
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن