Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې په اوبو کې د ډوبېدو دوه جلا پېښې؛ یو کس مړ شوی او دوه ماشومان نادرکه دي

کندهار (پژواک، ۴ غویی ۱۴۰۲): د کندهار ښار په عینو مېنه کې پرون په دوو جلا پېښو کې، شاهي کانال کې درې کسان اوبو ډوب کړي چې د یوه مړی موندل شوی او دوه نور نادرکه دي.

سرچینې وايي، یو ځوان د لامبو پر مهال په اوبو کې ډوب شوی او مړی يې د کورنۍ غړو ته سپارل شوی دی، خو دوه ماشومان چې له یوه زرنج څخه اوبو ته لوېدلي، تر اوسه نه دي موندل شوي.

د لومړۍ پېښې یوه عیني شاهد سیداحمد پژواک خبري اژانس ته وویل: «پرون په عینو مېنه کې له پله سره موږ ولاړ وو چې دغه ځوان اوبو ډوب کړ، بیا خلک ورکښته شول، ښه وخت وروسته یې د هغه مړی له اوبو را وایست.»

ځايي چارواکي لومړۍ پېښه تاییدوي، خو د دویمې په اړه ناخبري ښيي.

د یاد ولایت مطبوعاتي مسوول حاجي زید پژواک ته وویل، په اوبو کې د یوه ډوب شوي ځوان مړی لومړی میرویس روغتون ولېږدول شو او بیا يې د کورنۍ غړو ته سپارل شوی دی.

نوموړي د دویمې پېښې په اړه ناخبري وښوده، خو په اوبو کې د ډوب شوو ماشومانو یوه خپلوان حیات‌الله وویل چې دغه دوه ماشومان تر اوسه نادرکه دي.

هغه وویل: «زموږ د دوستانو د یوه کس زرنج له موټرسایکل سره ټکر کړی و چې بیا د ویالې پر غاړه زرنج ویالې ته لوېدلی و او په زرنج کې ماشومان هم اوبو ته لوېدلي وو چې اوس هم دواړه ورک دي.»

د یادونې ده، د وري په ۳۰مه هم د کندهار ولایت په دهلې بند کې یو ‎ځوان له ډوبېدو وروسته ژوند له لاسه ورکړی و.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.