ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې

زابل کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې

author avatar
25 Apr 2023 - 14:18
زابل کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې
author avatar
25 Apr 2023 - 14:18

کلات (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۲): د زابل په مرکز کلات کې نن د دغه ولایت، هلمند، هرات او غزني ولایتونو د لوبډلو ترمنځ د کرکټ شل اووریزې سیالۍ پيل شوې.

د زابل ولایت د کرکټ آمر محبوب محبت پژواک خبري اژانس ته وویل: «په دې سیالیو کې د زابل د دوو لوبډلو ترڅنګ د هلمند، هرات او غزني ولایتونو لوبډلې ګډون لري او اووه ورځې به دوام ولري.»

هغه زیاته کړه، دا شل اووریزې سیالۍ د سلطان ملخي توخي په نامه پيل شوې او هره ورځ به د دوو ټیمونو ترمنځ لوبه کېږي.

نوموړي وویل، په دې سیالیو کې لومړنۍ لوبه د «زابل الف» او د هلمند «راشد خان» لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې لومړی د راشد خان لوبډلې توپ‌وهنه وکړه او په ټاکلو شلو اوورونو کې یې د زابل الف لوبډلې ته ۱۱۵ منډې هدف وټاکه؛ له زابل څخه نويد زابلي او احمدولي سيال ۳-۳ ويکټې واخيستې، خو په دویمه پاڼۍ کې زابل الف لوبډلې ۱۰۰ منډې وکړې، ټاکلی هدف یې پور نه کړ او د ۱۴ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

د هلمند له توپ‌اچوونکو (بالرانو) شريف بارکزي ۳ او نذير عرش ۲ لوبغاړي وسوځول.

د کرکټ لوبغاړي هم یادو سیالیو ته خوښ دي او زیاتوي چې دا ډول سیالۍ د دوی تجربې زیاتوي.

د زابل د الف لوبډلې لوبغاړي دلاور ارمان پژواک ته وویل، یادې سیالۍ د لوبغاړو ظرفیت لوړوي او همداراز د نورو ولایتونو له لوبغاړو سره د دوی اړیکې جوړوي.

د لوبې یو مینه‌وال، محمد نبي -چې د زابل کرکټ لوبغالي ته راغلی- پژواک ته وویل، په دغه ولایت کې د میلو او تفریح لپاره ځایونه نشته او خلکو ته ورزشي سیالۍ ډېرې جالبې وي.

Views: 55

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.