قلعهنو (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۲): د بادغیس یو شمېر درمل پلورونکي په دغه ولایت کې د ډاکټر له نسخې پرته د خلکو له لوري د ترامادول او پریګابلین روږدي کوونکو درملو د تقاضا او کارولو له زیاتوالي خبره کوي؛ خو د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست وايي چې د دې ستونزې د حل لپاره یې اقدامات کړي دي.
دغه درمل پلورونکي وايي، د ورځې لسګونه کسان د یادو درملو چې په زرقي او کپسولي بڼه دي، د پېرلو لپاره ورته مراجعه کوي.
د بادغیس په مرکز قلعهنو ښار کې د «قانع» درملتون مالک محمدیار نظام پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د ترامادول او پریګابلین درملو تقاضا ډېره شوې ده.
نظام زیاتوي، په منځني ډول هره ورځ له اتو تر لسو کسان له هغه څخه د ډاکټر له نسخې پرته په ډېر لوړ دوز د دغه درمل غوښتنه کوي.
په ورته وخت کې، په قلعهنو ښار کې د «وامق» درملتون مالک احمد رحیمي هم په یاد ولایت کې د ترامادول او پریګابلین درملو د تقاضا زیاتوالی تاییدوي او وايي، د دغه درملو کارول په بېسارې توګه ډېر شوي دي.
نوموړي زیاته کړه: «د ورځې لسګونه کسان د ترامادول او پریګابلین درملو پېرلو لپاره موږ ته راځي، خو موږ دغه درمل د ډاکټر له نسخې پرته نه ورکوو او هغه کسان چې دغه درمل غواړي، په لوړ مليګرام یې غواړي.»
بلخوا، ډاکټران د یاد درملو د خپلسري استعمال د ناوړه پايلو خبره کوي.
په بادغیس کې د روان او اعصابو متخصص ډاکټر اسدالله رسولي پژواک ته وویل: «هیڅ درمل باید د ډاکټر له نسخې پرته په خلپسري ډول ونه کارول شي؛ ځکه هر درمل خپل جانبي عوارض لري.»
نوموړي د یادو درملو د ډېر استعمال لامل په لنډمهاله ډول د خوښۍ پیدا کېدو، ستړيا او اندېښنو له منځه وړل وبلل او ويې ويل چې دغه درمل د کاذبې او لنډ مهالې ارامۍ او خوښۍ لامل ګرځي.
هغه خبرداری ورکوي چې د یادو درملو دوامداره کارول د روږدیتوب لامل ګرځي، سربېره پر دې د ډېرو ستونزو لکه ژور خفګان، د زړه او تنفسي ستونزو،د هاضمي جهاز خرابولو او د وزن ډېرېدو لامل کېږي.
یاده سرچینه، د مسوولینو له لوري د یادو درملو کنټرول، له خپلسرې ګټې اخیستنې او له غیرقانوني خرڅلاو څخه یې مخنیوی د یادې ستونزې لپاره اساسي حللاره بولي.
هغه زیاته کړه: «هیڅ درمل باید د ډاکټر له نسخې پرته ونه کارول شي؛ ځکه د ډيرو ستونزو لامل ګرځي، له خلکو تمه لرم چې هیڅ وخت په خپل سر له یادو درملو څخه کار وانه خلي او که ناروغ کېږي نو ډاکټر ته ورشي څو ښه شي.»
له دې ټولو سره سره، د بادغیس د عامې روغتیا رییس په داسې حال کې چې له یادو درملو څخه ډېره ګټه اخیستنه مني، خو وایي چې د دغې ستونزې د حل لپاره یې هڅې پيل کړې دي.
د بادغیس د عامې روغتیا ریاست مرستیال، ډاکټر عجب خان حمیدي پژواک ته وویل چې نه یوازې یاد دوه قلمه درمل بلکې نور درمل هم باید د ډاکټر له نسخې پرته ناروغانو ته ورنکړل شي.
نوموړي څرګنده کړه، یادې ادارې له بېلابېلو ارګانونو څخه یو ټیم جوړ کړی څو له درملتونونو څخه څارنه وکړي او هره ورځ له درملتونونو څخه د ښار په کچه څارنه کوي.
سرچینې څرګنده کړه، درمل پلورونکو هم ژمنه کړې چې د ډاکټر له نسخې پرته د درملو له خرڅلاوه ډډه کوي.
د بادغیس د عامې روغتیا مرستیال زیاتوي، په خپلسر د درملو د خرڅلاو په لیدو به له سرغړونکو سره قانوني چلند وشي.
د هغه په وینا: «موږ یو ټیم لرو چې بازار کې څارنه کوي او هیڅوک د دې حق نه لري چې په خپلسر درمل تجویز کړي، موږ په هڅه کې یو چې دغه ستونزه په بشپړه توګه حل شي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP