Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د تېرو جګړو پر مهال ویجاړ شوي ۳۲ ښوونځي بیا رغول کېږي

پل علم (پژواک، ۵ غويی ۱۴۰۲): د لوګر د پوهنې ریاست وایي، په دغه ولایت کې د تېرو جګړو پر مهال ویجاړ شوي ۳۲ ښوونځي د ژغورنې نړۍوالې کمېټې/ IRC له خوا بېرته رغول کېږي.

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد ښوونځي په مرکز پل علم، بره‌کي برک، محمداغې، څرخ، خروار، ازرې او خوښۍ ولسوالیو کې دي.

هغه وايي، دغه ٣٢ ښوونځي به د دوو میاشتو په موده کې، د ٧٤ زره امريکايي ډالرو په لګښت د ژغورنې نړۍوالې کمېټې/IRC  له لوري بېرته ورغول شي.

عرب زیاته کړه چې د یادو ښوونځيو په بیارغونه کې د درسي ټولګیو، استنادي دېوالونو، کړکیو او دروازو ترمیم شامل دى.

د هغه په وینا، د دغو ښوونځيو بیارغونه روانه اونۍ پيلېږي او له بشپړېدو وروسته به د یاد ولایت ۳۲ زره هلکانو او نجونو ته د لیک لوست مناسب چاپېریال برابر شي.

د لوګر اوسېدونکي هم د دغو ښوونځيو بيارغولو ته خوښ دي.

د مرکز پل علم یوه اوسېدونکي محمدنبي پژواک ته وویل، د تېر جمهوریت پر مهال په مرکز پل علم او ولسوالیو کې د ډېرو ښوونځيو ودانۍ د جګړو له امله ویجاړې شوې دي، حکومت او نړۍوالو بنسټونو ته پکار ده چې د یادو ښوونځیو ودانۍ په معیاري توګه بیا ورغوي.

نوموړی زیاتوي، اوسمهال په ډېرو سیمو کې زده‌کوونکي په ازاده فضا کې له ګڼو ستونزو سره سره پر لیک لوست بوخت دي او د باد او باران پر مهال د ډېرو کلیو ښوونځي د ودانیو نشتوالي امله د زده‌کوونکو پر مخ تړلي وي.

د لوګر د مرکز پل علم د «پورک» عالي لېسې یوه زده‌کوونکي محمدجواد پژواک ته وویل چې د تېرو جګړو له امله د دوى ښوونځى ډېر زيانمن شوى او بيارغونې ته جدي اړتيا لري.

هغه وويل: «زمونږ مکتب د تېرو جګړو پر مهال د سپکو او درنو وسلو د ډزو له امله ويجاړ شوى دى، اوسمهال شاګردان له ډېرو مشکلاتو سره مخ دي، بايد ورغول شي.»

باید وویل شي چې تېر کال هم له ماشومانو د ملګرو ملتونو ملاتړ صندوق/UNICEF له لوري په مرکز پل علم او محمداغې ولسوالیو کې د تېرو جګړو له امله ویجاړ شوي ۹ ښوونځي د سل زره امریکایي ډالرو په لګښت تر بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.