[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۲): ځایي چارواکي وایي، د خیبر پښتونخوا د سوات ولسوالۍ د پولیسو په مرکز کې د چاودنې له امله د وژل شوو کسانو شمېر ۱۸ ته رسېدلی دی.
دا چاودنه پرون شپه له ماښام وروسته، د سوات په کبل سیمه کې د ترهګرۍ ضد ځانګړو پولیسو په مرکز کې شوې وه.
د خیبر پښتونخوا ایالت د ترهګرۍ ضد ځانګړو پولیسو مشر خالد سهیل پرون رسنیو ته ویلي و چې د مرکز دننه دوه چاودنه شوې چې له امله یې ودانۍ ړنګه شوې ده.
هغه زیاته کړې، په یاد مرکز کې ډېر وسله او مهمات هم ځای پر ځای شوي وو، خو لا معلومه نه ده چې همدغو مهماتو چاودنه کړې او که دا پېښه د ځانمرګي برید له امله رامنځته شوې ده.
پرون ځایي مسوولینو ویلي وو چې په چاودنه کې ۱۲ کسان وژل شوي دي.
خو اوس د سوات ځایي مسوولینو ویلي، په دې چاودنه کې ۱۸ کسان وژل شوي چې په وژل شوو کې د درېیو افسرانو په ګډون، ۱۵ پولیس او د دوو ماشومانو په ګډون درې عام وګړي شامل دي.
سرچینو زیاته کړې چې همداراز ۵۳ نور کسان ټپیان شوي چې ۴۷ یې پولیس دي.
بلخوا ځایي امنیتي مسوولینو ویلي، له لومړنیو پلټنو څخه معلومه شوې چې دا ځانمرګی برید نه، بلکې په مرکز کې دننه د برېښنا د شارټۍ له امله چاودنه شوې ده.
خو یوې وسلهوالې ډلې ادعا کړې چې دا چاودنه د دوی یوه کس چې دننه ننوتلی و، له ځانمرګي برید سره کړی دی.
د یادونې ده، څو میاشتې مخکې د خیبر پښتونخوا ایالت په پېښور ښار کې هم د پولیسو په مرکز کې د ځانمرګي برید له امله لسګونو پولیسو ته مرګژوبله اوښتې وه.
[/restrict]
Views: 38
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن