اټلانټا (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۲): افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایو د هېواد له مخکني ولسمشر حامد کرزي سره د دوحې نړۍوال کنفرانس په تړاو خبرې کړې دي.
د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې پر دې سربېره چې د افغانستان او سیمې پر روان وضعیت خبرې وشوې، د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پرانیستلو پر اړتیا، په هېوا کې په کورني او نړۍوالو ادارو کې د ښځو د کار بندیز له منځه وړلو او کار ته د دوی پر بېرته ستنېدو هم ټینګار شوی دی.
سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې په هېواد کې د سولې او دایمي ثبات راتلو لپاره پر ملي خبرو اترو ټينګار وشو او په دوحه کې د ترسره کېدونکې غونډې په ترڅ کې له نړۍوالې ټولنې د افغانانو د غوښتنو په اړه هم بحث شوی دی.
ټاکل شوې چې د دوحې نړۍواله غونډه د راتلونکې مې میاشتې په لومړۍ او دویمه نېټه د ملګرو ملتونو له لوري جوړه شي چې له اسلامي امارت سره د تعامل او پر رسمیت پېژندلو په تړاو به خبرې پهکې وشي.
Views: 160
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن