[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۲): امریکایي رسنیو خبر ورکړی چې د اسلامي امارت ځواکونو په افغانستان کې د تخلیې دپروګرام پر مهال د کابل په هوایي ډګر کې د ځانمرګي برید اصلي طراح وژلی دی.
د افغانستان د تېر جمهوري نظام تر سقوط وروسته ، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶ مه، له افغانستان څخه د متحده ایالاتو او نړیوالو ځواکونو د وتلو پر مهال، یوه ځانمرګي بریدګر د کابل نړیوال هوايي ډګر شاته د خلکو د ګڼې ګوڼې په منځ کې چاودنه کړې وه.
د راپورونو له مخې، په دغه برید کې لږترلږه ۱۷۰ افغان ملکیان او ۱۳ امریکایي پوځیان ووژل شول. په چاودنه کې سلګونه نور کسان ټپیان شول.
امریکا غږ د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په حواله د سه شنبې په ورځ د اپریل په ۲۵مه، خبر ورکړی چې د یاد برید د اصلي طراح وژل کېدل د امریکا د ولسمشر جو بایډن د ادارې لپاره د پام وړ لاسته راوړنه ده، ځکه چې د امریکا یو پخوانی (دښمن –طالبان) د ترهګرۍ له ګواښ سره د مبارزې په برخه کې مرسته کوي.
د جو بايډن د ادارې چارواکو چې نه غواړي نومونه یې په دې راپور کې واخيستل شي، ویلي، د طالبانو له لوري وژل شوی شکمن کس د داعش د خراسان څانګې یو مشر دی.
دغو چارواکو د وژل شوي مشکوک کس نوم نه دی ښودلی او د هغه د وژل کېدو څرنګوالی یې هم نه دی په ډاګه کړی. خو ویلي یې دي چې د دې مسلې د جزئیاتو افشا کول په راتلونکي کې په سیمه کې د معلوماتو د راټولولو په برخه کې د امریکا د فعالیت وړتیا له خطر سره مخامخ کولای شي.
دغو چارواکو ویلي چې د طالبانو په دې عملیاتو کې د امریکا متحده ایالات شامل نه وو.
د دغو امریکايي چارواکو په وینا، د کابل پر هوايي ډګر د برید اصلي طراح په افغانستان کې د تاوتریخوالي په نورو پېښو کې هم لاس درلود او ښايي په لویدیځ کې یې د بریدونو کولو پلان هم درلود.
واشنګټن پوسټ د یوه چارواکي له قوله لیکلي، چې د کابل پر هوايي ډګر د برید د مشکوک طراح وژل کېدل د ترهګرۍ ضد مبارزې فشار ښيي، چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګه ورسره مخامخ ده.
دغه امریکايي چارواکي دا هم ویلي، چې د کابل پر هوايي ډګر د برید د شکمن طراح د وژل کېدو عملیات ښيي چې “د داعش په څېر ترهګر چې ممکن امریکایانو ته د زیان رسولو غوښتونکي دي” له یوه ډېر ننګونکي حالت سره مخامخ دي.
بل خوا، نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د بایډن ادارې د کابل د هوايي ډګر په برید کې د وژل شویو امریکايي پوځیانو د کورنیو غړو سره ټیلیفوني تماسونه نیولي او هغوی ته یې دا خبر ورکړی چې د کابل د هوايي ډګر د برید اصلي مشکوک کس د طالبانو په عملیاتو کې وژل شوی دی.
نيويارک ټايمز د امريکايي چارواکو له قوله ليکلي، چې تر اوسه څرګنده نه ده، چې ايا طالبانو په مشخص ډول د کابل پر هوايي ډګر د بريد شکمن طراح په نښه کړی او که نوموړی د طالبانو او د داعش د خراسان څانګې تر منځ په نښته کې وژل شوی دی.
په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي، خو شاوخوا دوه میاشتې مخکې د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې د عملیاتو پر مهال ځایي مسوولینو د داعش ډلې دیو شمېر مهمو غړو د وژل کیدو خبر ورکړی و.
[/restrict]
Views: 409
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن