Language

ملګرو ملتونو ترکی دیپلومات افغانستان لپاره ځانګړی همغږي کوونکی او خپلواک مفتش وټاکلو

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش د ترکیې دپلومات فریدون سینیرلی اوغلو د افغانستان په چارو کې د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک مفتش په توګه ټاکلی  دی.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له دفتر څخه د غویي په ۵مه، په یوه خپره شوې خببرپاڼه کې راغلي، د سینیرلي اوغلو ټاکل د دغه سازمان د امنیت شورا د ۲۶۷۹ نمبر پرېکړه لیک پر بنسټ تر سره شوی دی.

https://press.un.org/en/2023/sga2194.doc.htm

سرچینې ز یاته کړې، د ملګرو ملتونو سرمنشي له سینیرلی اوغلو څخه غوښتي چې د افغانستان د وضعیت د خپلواکې ارزونې مشري وکړي او د افغانستان پر وړاندې د شته ننګونو د حل لپاره د یوې همغږې او واحدې تګلارې په اړه وړاندیزونه راوړي.

د ملګرو ملتونو دغه ځانګړی همغږي کوونکی په داسې حال کې ټاکل شوی چې ټاکل شوې ده، راتلونکې اونۍ د قطر په پلازمینه دوحه کې د دغه نړۍوال سازمان لخوا د افغانستان په اړه نړۍوال کنفرانس جوړ شي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په دې کنفرانس کې چې مشري به یې ددغه سازمان سرمنشي کوي، دافغانستان په اړه د ټولو هېوادونو ځانګړي استازي ګډون کوي.

د دغه سازمان د سرمنشي مرستیال میرمن آمنه محمد څو ورځې مخکې ویلي وو، چې په دې کنفرانس کې به د افغانستان پر وروستیو حالاتو بحث او له اسلامي امارت سره د نړۍوالو پر تعامل او په رسميت پېژندنې خبرې کیږي.

د امریکا غږ د خبر له مخې، فریدون سینیرلي اوغلو په نړیوالو چارو او دپلوماسۍ کې څلور لسیزې تجربه لري او په دې موده کې یې په سیاسي، بشري، پرمختیايي او بشري حقونو مسلو کې کار کړی دی.

دغه ترکي دپلومات چې په ۲۰۱۵ کال کې د ترکیې د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر و، د افغانستان په ګډون د منځني ختیځ، شمالي افریقا، اروپا، شمالي امریکا او اسیا په یو شمېر هېوادونو کې دندې ترسره کړې دي. نوموړی له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې په ملګرو ملتونو کې د ترکیې دایمي استازی و.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.