[restrict paid=”true”]
مزار شریف (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۲): په بلخ ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه مړه او ۹ نور ژوبل شوي دي.
ددغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد اصف وزیري وایي چې دا پېښه پرون تر غرمې مخکې د نهرشاهي ولسوالۍ د شادیان په سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړې، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې یو هایلکس ډوله موټر د چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله له سړکه اوښتی او چپه شوی دی.
وزیري وایي چې په دې پېښه کې د درېیو ښځو په ګډون ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی او نهه نور ژوبل شوي دي، چې ماشومان هم پکې شامل دي.
د نوموړي په وینا، ټپیان د امنیتي کسانو لخوا د ابو علي سینای بلخي حوزوي روغتون ته لېږدول شوي چې د یو شمېر روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بیلا بیلو سیمو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي، یواځې د اختر په ورځو کې د ترافیکي پېښو له امله تر ۲۰ زیات کسان مړه او سلګونه نور ژوبل شوي وو.
[/restrict]
Views: 400
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن