کندهار (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۲) د کندهار سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت د دامان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوه ۴۰۴ ډوله مسافروړونکي موټر د چپه کېدو له امله شپږ کسان مړه او ۱۸ نور ټپيان شوي دي.
د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر مسوول حاجي زید پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار د کابل – کندهار پر لویه لار د دغه ولايت په دامان ولسوالۍ کې یو ۴۰۴ مسافر وړونکي موټر چپه شوى دى.
هغه وايي چې په دې پېښه کې شپږ کسان مړه او ١٨ نور ټپيان شوي دي.
د هغه په وينا د يادې پېښې ټپيان د کندهار ميرويس روغتون ته لېږدول شوي چې د دوو کسانو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دى.
د کندهار میرویس روغتون امر ملا عبدالحلیم د يادې پېښې په اړه څه نه دي ويلي خو مخکې ويلي و چې د اختر په پنځو ورځو کې د ترافيکي پېښو له امله ۲۹۳ ټپيان دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.
د يادونې ده چې تېره شپه په بلخ ولايت کې هم د يوې ترافيکي پېښې له امله شلو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
Views: 228
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن