کابل (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۱): د پاکستان په سیند ایالت کې د پولیسو او انسانتښتوونکو ترمنځ نښته کې شپږ پولیس وژل شوي او یو ټپي شوی دی.
د مشال راډیو د راپور له مخې، دغه نښته تېره ورځ د سیند ایالت په جیکباباد سیمه کې شوې ده.
راپور کې راغلي، انسانتښتوونکو له بلوچستانه د یوه ځایي سوداګر زوی تښتولی و او د سیند جیکباباد ته یې وړی و، پولیسو د هغه د ژغورلو لپاره عملیات پيل کړي وو.
په راپور کې راغلي، د عملیاتو پر مهال د انسانتښتوونکو او پولیسو ترمنځ نښته شوې چې له امله یې شپږ پولیس وژل شوي او یو ټپي شوی دی.
په راپور کې د بلوچستان د اعلا وزیر میرعبدالقدوس بزنجو د پولیسو پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او ویلې یې دي چې د سیند حکومت په مرسته به ډېر ژر ښکېل کسان د قانون منګولو ته وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP