Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

زابل کې په لومړي ځل دسوداګرۍ خونه پرانیستل شوه

کلات (پژواک، ۸ غويي ۱۴۰۲): زابل کې د لومړي ځل لپاره دسوداګرۍ خونه پرانیستل شوه چې د سوداګرو په وینا، د دې خونې په پرانیستلو سره به  د دغه ولایت صادرات د پخوا په پرتله ډېر شي.

د زابل دسوداګرۍ خونې دپرانیستلو په مراسمو کې یو شمېر چارواکو او سوداګرو ګدون درلود.

 د افغانستان د سوداګرۍ خونې عمومي رییس حاجي محمدیونس مهمند په دغو مراسمو کې وویل چې د دې خونې په پرانیستلو سره به د دغه ولایت د سوداګرو او دولتي چارواکو ترمنځ همغږي رامنځته او ترڅنګ به یې د نړۍوالو پانګوالو سره د اړیکو او تجارت دروازه هم پرانیستل شي او سوداګر به په ښه توګه تجارت ته لاسرسي پیدا کړي.

ښاغلي مهمند زیاته کړه، زابل یو کرنیز ولایت دی چې خپل ځانګړي محصولات لري چې د صادراتو، بازارموندنې او پروسس لپاره به یې زمینه هم برابریږي او سوداګر به خپله پانګونه کوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.