[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوه پرېکړهلیک له مخې د افغانستان د سرپرست حکومت له لوري د افغان مېرمنو او نجونو پر زدهکړو او کار بندیز وغانده او د لرې کولو غوښتنه یې وکړه.
د امنیت شورا دا ځانګړې غونډه د غویي په اوومه د پنجشنبې په ورځ ناوخته جوړه شوې وه چې د نړۍ څه باندې ۹۰ هیوادونو پکې د دغه پرېکړهلیک ملاتړ وکړ. دا پرېکړهلیک اماراتو او جاپان ترتیب کړی و.
د امنیت شورا له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې نړۍواله ټولنه به په داسې حال کې څنډې ته پاتې نه شي چې په افغانستان کې نجونې او مېرمنې له بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو څخه محرومې وي.
په پریکړلیک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو سرپرست حکومت ته پیغام ورکړی چې : «موږ ستاسو لخوا د افغان مېرمنو او نجونو ځپنه غندو او په چټکه توګه د نه دفاع کیدونکو فرمانونو بیرته اخیستل مو غواړو.»
د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته نا دولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه او ښوونځیو او پوهنتونونو کې یې د نجونو پر مخ د زده کړو بهیر و ځنډاوه.
د ملګرو ملتونو په پرېکړهلیک کې د طالبانو دا اقدامات د ملګرو ملتونو په تاریخ کې «بې سابقه» بلل شوي او ویل شوي چې دا اقدامات بشري حقونه او بشردوستانه اصول کمزوري کوي.
په پرېکړه لیک کې د ښځو پر حیاتي رول او نقش ټینګار شوی دی.
ملګري ملتونه داسې مهال پر دې موضوع رایه ورکړه چې ټاکل شوې د دغه سازمان عمومي منشي انتوني ګوتېرش د می په لومړۍ او دویمه نېټه په قطر کې د افغانستان د وضعیت د اروزنې په اړه د یو کنفرانس کوربتوب وکړي.
په دغه کنفرانس کې به د هېوادونو ځانګړي استازي ګډون کوي.
ملګري ملتونه وايي دا غونډه به د بندو دروازو تر شاه کېږي او ګډونوال به یې د افغانستان وضعیت ته د یوې پایداره حل لارې د موندلو په اړه بحثونه کوي.
دیادونې وړ ده چې تر دې دمه د نړۍ هېڅ یو هېواد هم د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلی نه دی.
ټاکل شوې چې د امنیت شورا په دې غونډه کې د افغانستان اقتصادي او بشري وضعیت ته د رسېدنې په اړه هم خبرې وشي.
په پرېکړهلیک کې به د «یو سولهییز، با ثباته، سوکاله» او ټولشموله افغانستان او د دغه هېواد د سیاسي راتلونکي او پرمختګ د لارې د ټاکلو په اړه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ټېنګار وشي.
دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه وايي، د افغانستان شاوخوا ۲۸ میلیون وګړي له فقر سره لاس او ګریوان دي.
یادونه: په دې خبر کې د امریکا غږ له راپور څخه استفاده شوې.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP