ترینکوټ (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۲): د اروزګان امنيه قومانداني وايي، په ګیزاب ولسوالۍ کې د نشهیې توکو پر وړاندې د مبارزې مسوولينو ١۸۰۰ کیلوګرامه ومان ترلاسه کړي او پر لس جریب ځمکه کرل شوي کوکنار يې هم اړولي دي.
د اروزګان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي زاهد پژواک اژانس ته وویل چې نن سهار د ګیزاب ولسوالۍ په خلج سیمه کې ١٨٠٠ کيلوګرامه ومان ترلاسه شوي دي.
هغه وويل، د نشهيي توکو قاچاقبرانو غوښتل چې له دغو ومانو څخه د شيشې په نوم نشهيي توکي جوړ کړي او پر خلکو یې وپلوري.
هغه زیاتوي، د يادو توکو په تړاو تر دې مهاله څوک نه دي نیول شوي خو په سیمه کې عملیات روان دي.
هغه دا هم وويل چې په یادې ولسوالۍ کې پر لس جریب ځمکه تازه کرل شوي کوکنار هم اړول شوي دي.
مولوي زاهد وایي، د نشهیي توکو د قاچاق او کرکېلي پر وړاندې جدي مبارزه روانه ده او سرغړوونکي به د قانون منګولو ته سپارل کېږي.
د یادونې ده، تېر لمریز کال په اروزګان کې ۳۵۰ کسان د نشهیي توکو د لېږد او کارولو په تور نيول شوي دي.
Views: 74
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن