هرات (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۲): د هرات ولایت یو شمېر مسګران د خپلو محصولاتو لپاره د بازار نشتوالي او د حکومت له خوا ترې د نه ملاټر له امله شکایت کوي او وايي، دغه لرغونی صنعت د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی او خلک هم مسي وسایلو ته چندان لېوالتیا نه لري.
دغه مسګرانو له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، مسګري د افغانستان یو له لرغونو صنعتونو څخه دی چې یو وخت یې ښه بازار درلود، خو اوسمهال دغه صنعت له منځه تلو سره مخ دی.
د هرات ولایت یو مسګر احمد محمدي وايي، د مسګرۍ هنر ورته له پلاره په میراث پاتې دی، خو اوس د دغه صنعت دوام ښه نه بولي؛ ځکه د هغه په وینا، د هرې ورځې په تېرېدو سره دغه چاره له رکود سره مخ ده او څوک نشته چې د دغه صنعت ملاتړ وکړي.
د محمدي په وینا، که له دغه هنره ملاتړ وشي او دوی ته خام مس برابر شي، نو د خپل هنر له لارې کولای شي چې د مسګرۍ صنعت په برخه کې د افغانستان لپاره ښې لاستهراوړنې ولري.
د احمد ترڅنګ نور مسګران هم پر دې باور دي چې له څو کلونو راهیسې دغه صنعت ته د سیمهییزو مسوولینو له خوا پاملرنه نه ده شوې او دغه لرغونی هنر په هرات ولایت کې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی.
د مسي توکو یو بل پلورونکی عبدالطیف هم تاییدوي چې بازار یې پيکه شوی او وايي، د محصولاتو پلور یې خورا کم شوی دی. د هغه په وینا، که د دغه صنعت بیا ژوندي کولو لپاره کار و نشي نو ډېر ژر به یې پاتې شوني او ټغر راټول شي.
نوموړي وویل، پخوا په هرات کې له شپيتو څخه ډېر د مسو دوکانونه وو، خو اوس په دغه ولايت کې له څلورو تر پنځو پورې دغه دوکانونه پاتې دي.
په یاد ولایت کې د مسو صنعتګر یو مهال د خوراکي او غیرخوراکي توکو لپاره د مسي لوښو په تولید سره له ښه بازاره برخمن وو او په هرات کې به په هر کور کې مسي لوښي موجود وو، خو اوس د مسي لوښو پرځای له شیشهیې لوښي استفاده کېږي او یوازې په ځینو رسټورانټونو کې مسي لوښي کارول کېږي.
په همدغه حال کې، د فرهنګي چارو کارپوهان د مسګرۍ صنعت د لرغوني هرات له تاریخي هویت او فرهنګ څخه بولي او وايي، له ډېرو کلونو راهیسې مسګرۍ، آهنګرۍ، شیشه جوړونې صنعتونو ته
پاملرنه نه ده شوې او دا ټولې صنایع د له منځه تلو په حال کې دي.
د هرات ولایت د تاریخي او فرهنګي چارو کارپوه مسلم مروي وايي، حکومت باید له دغه هنر او صنعت څخه ملاټر و کړي او دا باید د درسي نصاب د یوه مضمون په توګه په پوهنتون یا انسټیټیوت کې تدریس شي.
بلخوا د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولانا نعيمالحق حقاني د دغه ولايت له ټولو صنعتګرو څخه د ملاتړ ترڅنګ وايي، مسګري د دغه ولايت يو له لرغونو لاسي صنايعو څخه ده او ټينګار کوي چې د دغه اصیل افغاني صنعت د بقا لپاره به له هیچ ډول هلوځلو دریغ نه کوي.
حقاني د مسګرۍ صنعت ساتنه او وده د دولت او ملت دنده وبلله او ويې ويل، هر څومره چې دغه هنر وده وکړي، د بهرنيو سيلانيانو پام د هېواد په تېره بيا هرات ولايت ته اړولى شي.
د یادونې ده، د یاد صنعت دقیق تاریخ معلوم نه دی خو د هرات فرهنګي کارپوهان او لیکوال په دې باور دي چې د مسګرۍ صنعت د تیموریانو او غزنویانو دورې ته رسېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP