Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندهار له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو صادرات پيل شول

کندهار (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۲): د کندهار له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو صادرات داسې مهال د لومړي ځل لپاره پيل شول چې پخوا به له نورو لارو ترسره کېدل.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمدیونس مهمند وویل، دا لومړی ځل دی چې له یادې لارې پاکستان ته د ترکمنستان ګاز صادرېږي او په لومړي پړاو کې به پنځوس موټره ګاز صادر شي.

د هغه په وینا، دغه ګاز مخکې پر بله لار چې ۱۸۳۰ کیلومتره اوږدوالی یې درلود لېږدول کېدل، خو دغه نوې لار اوس يوازې ۸۳۰ کیلومتره ده.

هغه زیاته کړه: «زموږ لار د ګاونډیو او نورو هېوادونو لپاره خلاصه ده، دوی کولای شي له دې لارې ټرانزیټ وکړي او موږ له دوی سره متقابلې ښې اړیکې غواړو، ګاز د نړۍ اړتیا ده، په خاصه توګه د ګاونډي هېواد او افغانستان اوس د ټرانزیټ لپاره ډېره امن لار ده چې ښه مثال یې د نن د صادراتو پيل دی.»

نوموړي دغه‌راز له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې پانګه‌والو ته نور هم زمینه برابره کړي څو په هېواد کې لا ډېره پانګونه وکړي.

افغان پانګه‌وال عتیق‌الله سیدال چې د ترکمنستان د ګازو صادرات یې پيل کړي وایي، په لومړي سر کې به شاوخوا زر کسان په دې برخه کې پر کار بوخت شي خو وروسته به دا شمېره لوړه شي.

هغه وویل: «موږ خو اوس په لومړي سر کې پنځوس موټره ګاز صادرو او پلان لرو چې دا صادرات نور هم زیات کړو چې ورسره به ډېرو خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي.»

همدارنګه د کندهار د وچې مېوې پلورونکو اتحادیې رییس حاجي عبدالاحد وايي: «له دې فرصت څخه باید ګټه واخیستل شي، د ګازو ترڅنګ تېل او نورو توکو ته هم بايد د ټرانزیټ زمینه برابره شي.»

په دغه غونډه کې د کندهار د بهرنیو چارو رییس مولوي عبدالشکور حقاني سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت له سوداګرو او پانګه‌والو سره بشپړ همکار دی او هغوئ ته به هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه زیاته کړه: «موږ په تمامه معنى له ټولو تجارانو سره همکار یو، په هره برخه کې چې د دوی کار وي موږ په شپه او ورځ ورته ولاړ یو، دوی دې پانګونه وکړي او خلک دي پر کار کړي.»

سوداګر وایي، که د ګازو صادرات ښه پایله ولرله نو دوی چمتو دي چې له دې لارې تېل هم پاکستان او بنګله‌دېش ته صادر کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.