کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۲): د اوبو او برېښنا وزارت نن، سبا او بله ورځ د هېواد په ۸ ولایتونو کې د اوبو کچې لوړېدو، سېلابونو راوتلو او په ځينو سیمو کې د اورښت اټکل کړی دی.
یاد وزارت په تېره شپه پر خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د روان د ۱۴۰۲ لمریز کال د غویي میاشتې له ۱۰مې تر ۱۳مې نېټې پورې د هېواد سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچې لوړېدو او د سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.
سرچینې لیکلي، د هایدرومټیورولوژیکي سټېشنونو د باران او واورې تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د بهرنیو هواپېژندنې او څېړنې بنسټونو د وړاندوینو له مخې، د هېواد په ځينو برخو کې د اورښت او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
سرچینه زیاتوي، د دغه ناڅاپي اورښتونو او سېلابونو راوتلو ډېر اټکل د کابل او هلمند سينديزو حوزو کې شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د سېلابونو راوتلو او د اوبو کچې لوړېدو اټکل، په ځانګړې توګه د پکتیا، پکتیکا، خوست، کونړ، لغمان، غزني، زابل او اروزګان سیندونو پر لاره او د یادو ځایونو په ځینو سیلبرونو کې شوی دی.
دغه راز یاد وزارت له خلکو غوښتي چې د سېلابونو راوتلو پر مهال د ځان او خپلو ماشومانو ساتنې لپاره دې په یادو سیمو او سیند غاړو کې له هر ډول تګ راتګه ډډه وکړي څو د انساني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.
Views: 710
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن