ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ اوسېدونکي د برېښنا بيې له لوړوالي شکايت کوي

د بلخ اوسېدونکي د برېښنا بيې له لوړوالي شکايت کوي

author avatar
30 Apr 2023 - 14:59
د بلخ اوسېدونکي د برېښنا بيې له لوړوالي شکايت کوي
author avatar
30 Apr 2023 - 14:59

مزارشریف (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۲): د بلخ يو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي چې په دغه ولايت کې د دولتي برېښنا بيه لوړه ده او د برېښنا د لګښت ورکولو توان نه لري.

دوی وايي، په بلخ کې د هر کیلو واټ عادي برېښنا بیه ٦،٢٥ افغانۍ ده، حال دا چې په نورو ولايتونو کې يې بيه ټيټه ده.

د بلخ د مرکز مزارشریف ښار اوسېدونکی ذبیح‌الله وایي چې په دغه ولايت کې د یوه کيلو واټ برېښنا بیه ٦،٢٥ افغانۍ ده، نو ځکه اړ دی چې له لمریزېبرېښنا څخه استفاده وکړي.

هغه وويل: «د برېښنا لګښت په نورو ولايتونو کې کټګوري لري، په بلخ کې بيه له شروع نه ٦،٢٥ افغانۍ ده چې دا بايد را کم شي.»

د مزارشریف بل اوسېدونکی میلاد هم وایي چې په دغه ولایت کې د نورو ولایتونو په پرتله د برېښنا بیه نږدې درې برابره لوړه ده.

مېلاد له حکومته غواړي ترڅو د بلخ ولایت د برېښنا بیه د نورو ولایتونو په څېر کمه کړي.

د بلخ يو بل اوسېدونکی صفي‌الله هم ورته څرګندونې کوي او زیاتوي، د دغه ولایت اوسېدونکي له کلونو راهیسې له دې ستونزې سره مخ دي او حکومتونو یې ورته کومه پاملرنه نه ده کړې.

په همدې حال کې، بلخ کې د لمریزې برېښنا هندارو (سولرو) پلورونکي د خپل کاروبار له ښه‌والي خوښ دي.

د سولرو يو پلورونکى عبدالقیوم وایي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د لمریزې برېښنا پېر او پلور ښه شوی او لامل یې هم په بلخ کې د برېښنا د بیې لوړوالی بولي.

عمر د لمریزې برېښنا هندارو یو بل پلورونکی هم وایي که څه هم د لمریزې برېښنا د سیسټم بیه لوړه ده، خو بیا هم ډېری خلک کورونو، هټیو، ښوونځیو، روغتونونو او څاه‌ګانو لپاره له همدې برېښنا څخه استفاده کوي.

د بلخ سیمه‌ییز چارواکي هم مني چې په دغه ولایت کې د برېښنا بیه لوړه ده.

د بلخ ولایت مقام مرستیال مولوي نورالهادي ابو ادریس د برېښنا بيې د لوړوالي په برخه کې د خلکو شکایتونه پر ځای ګڼي، خو ډاډ ورکوي او وایي چې په دې هڅه کې دي څو د بلخ د برېښنا بیه د نورو ولایتونو په څېر کړي.

په بلخ کې دا مهال د یو کیلوواټ عادي برېښنا بیه ٦،٢٥ افغانۍ، په هرات کې ۴ افغانۍ او د هېواد په پلازمېنې کابل کې ٢،٥ افغانۍ ده خو په کابل کې څومره چې د برېښنا لګښت ډېريږي، ورسره يې د هر کيلوواټ نرخ هم لوړېږي.

Views: 81

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.