کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۲): د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، د حج د لګښتونو د بشپړې تحویلۍ بهیر د روانې اونۍ له چهارشنبې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې پیلېږي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د یادو څرګندونو ترڅنګ په یوه خبرتیا کې د حج فریضې اداء کوونکو ته خبر ورکړی چې د اهل تسنن حاجیانو د هر یوه کس ټول لګښت څه باندې ۳۹۲۴ امریکایي ډالر او د اهل تشیع حاجیانو د هر یوه کس ټول لګښت څه باندې ۳۹۷۴ امریکایي ډالر کېږي.
یاد وزارت لیکلي، هغه کسان چې د روان کال د حج فریضې ادا کولو نوبت ورته رسېدلی او په لومړي قسط کې یې یوه اندازه پیسې تحویل کړې دي، خپلې پاتې پیسې تحویل کړي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، هغه کسان دې ټولې پیسې تحویل کړي چې د حج لپاره د ادارو له خوا معرفي شوي، په فوقالعاده ونډه کې نیول شوي او پیسې یې نه دي تحویل کړي.
د خبرپاڼې له مخې، د حج متقاضیان باید د ۱۳ ورځو په موده کې دغه چاره بشپړه کړي.
یاد وزارت ویلي، متقاضیان کولای شي چې په کابل او ولایتونو کې د خپل نوبت سند، د تذکرې اصل او کاپي او د پاسپورټ د درلودلو په صورت کې د پاسپورټ له رنګه کاپي سره د حج او اوقافو اړوندو ریاستونو ته مراجعه وکړي، څو د دوی د حج د لګښت پيسې د تعرفې له مخې اړوندو بانکونو ته وسپارل شي او د سفر اسناد یې طی مراحل، تعقيب او بشپړ شي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال به د هېواد په کچه ۳۰ زره کسان سعودي عربستان ته د حج فریضې ادا کولو په موخه سفر وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د عربستان له لوري افغانستان ته د ۱۳۵۸۲ حاجيانو سهمیه ورکړل شوې وه.