کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۲): "واشنګټن پوست" د پنټاګون د یوه پټ سند پر بنسټ ويلي، په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې څرګنده کړې چې دغه هېواد نور نه شي کولی د امریکا او چین ترمنځ د انډول ساتلو هڅو ته دوام وکړي.
د بيبيسي په حواله، ياد شوې ورځپاڼې د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) د یوه پټ سند پر بنسټ دغه راپور ورکړی او ويلي يې دي چې حنا رباني کهر دا خبرې تېره مارچ میاشت کې کړې دي.
سرچينې د واشنګټن پوست د راپور له مخې ليکلي، هغې خبرداری ورکړی چې اسلام اباد دې تر دې ډېر ځان امریکا سره د اړیکو نه قرباني کوي او پر ځای یې له هغه څه چې دې له چین سره "رښتینې ستراتيژيکې" اړيکې بللې، ګټه واخلي.
پاکستاني رسنیو دغه رپوټ ته پراخ پوښښ ورکړی، خو بهرنیو چارو وزارت یې تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
سرچينه کاږي، واشنګټن پوست د پنټاګون د دغه پټ سند تاریخ او نور جزئیات نه دي ورکړي او دا هم نه دي ویل شوي چې امریکا څرنګه د کهر دغه یادښت ته لاسرسی موندلی دی.
سرچينه کاږي، د پنټاګون بل سند له خپل یوه مرستیال سره د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د خبرو اړوند دی چې دغه مرستیال شهباز شریف ته مشوره ورکوي چې له اقتصادي کړکېچ سره مخ پاکستان له روسیې سره د انرژۍ او سوداګرۍ په تړاو د خبرو اترو دریځ کې دی او په ملګرو ملتونو کې به د اوکرایین په اړه د لوېدیځ له ملاتړه د برخمن پرېکړهلیک ملاتړ دا اړیکې له خطر سره مخامخ کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP