Language

پولیس: د کابل په کلکانو کې د غلو شپږ کسیزه ډله نیول شوې

کابل (پژواک، ۱۱ غويی ۱۴۰۲): پوليس وايي، د کابل په کلکان ولسوالۍ کې يې د وسله‌والو غلو هغه شپږ کسیزه ډله نیولې چې د یوه شرکت د مشر ۷۰۰ زره افغانۍ یې غلا کړې وې.

د کابل امنیه قوماندانۍ وياند خالد ځدران د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي، یاده ډله تر هغې وروسته نيول شوې چې د یوه خصوصي شرکت له مسوول څخه یې د وسلو په زور ۷۰۰ زره افغانۍ غلا کړې وې.

هغه زیاته کړې چې امنیتي ځواکونو دغه ډلې نيولې او غلا کړل شوې پیسې یې د شرکت مسوول ته سپارلي دي.

ځدران زياتوي چې پولیسو له یادو کسانو څخه یو موټر او دوې تومانچې هم ترلاسه کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.