Language

پکتيکا او اروزګان کې له زرګونو کورنيو سره مرسته وشوه

ښرنه، ترینکوټ (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۲): په پکتيکا او ارزوګان کې له ۲۴۶۳۵ اړو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د پکتیکا د کلیو د پراختیا او بیارغونې رییس خان‌محمد احمد پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د خوړو نړۍوال سازمان/WFP  په مالي ملاتړ د دغه ولایت له ۲۲ زره اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د نوموړي په خبره، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۵ لیتره غوړي، ۵ کیلوګرامه دال، مالګه او د خوارځواکو ماشومانو لپاره تقویتي مواد ورکړل شول.

دغه راز د اروزګان د والي ویاند احسان‌الله حماس پژواک اژانس ته وویل، نن د دغه ولايت په چورې ولسوالۍ کې د خوړو نړۍوال سازمان (WFP) له خوا له ۲۶۳۵ اړو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

هغه زیاتوي، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۵ لیتره غوړي، ۷ کیلوګرامه دال او ۵ کیلوګرامه د میندو او خوارځواکو ماشومانو لپاره تقویتي مواد ووېشل شول.