Language

کونړ کې په تېرو دوو کلونو کې ۵۱ روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

اسعدآباد (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۲): د کونړ د عامې روغتيا ریاست وايي، په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۵۱ نوي روغتيايي مرکزونه جوړ شوي دي.

د یاد ولایت د عامې روغتيا رییس قاري مظفر مخلص پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد مرکزونه د مرکز اسعداباد په ګډون په بېلابېلو ولسوالیو کې جوړ شوي دي.

هغه وویل: «موږ د کابو دوو کالو په موده کې د بېلابېلو موسسو په همکارۍ کونړ کې د خلکو اړتیاوو او غوښتنو ته په پام په هغو ساحو کې چې خلک یې له روغتیایي اسانتیاوو بې‌برخې وو، ۵۱ نوي روغتیایي مرکزونه جوړ کړي دي.»

د نوموړي په وینا، د یادو روغتیایي مرکزونو پر مټ له ۲۰۰ زره ډېرو کسانو ته روغتیایي اسانتیاوې برابرې شوې دي.

هغه زیاته کړه، د کونړ جغرافیايي موقعیت ته په کتو لاهم اړتیا لیدل کېږي چې په دغه ولایت کې روغتیایي خدمتونه پراخ شي او د ولایت ټول اوسېدونکي په بشپړ ډول روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی پیدا کړي.

هغه وایي، په پلان کې لري چې د روان کال په اوږدو کې ۱۰ نور روغتیایي مرکزونه په هغو لرو سیمو کې جوړ کړي چې خلک یې لاهم له لومړنیو روغتیایي خدمتونو محروم دي .

بلخوا، د یاد ولایت عام خلک د روغتيا وزارت د دغه اقدام ستاینه کوي.

د کونړ د دانګام ولسوالۍ د لوی ګوریګا سیمې اوسېدونکی نصیراحمد وایي، پخوا يې روغتيايي خدماتو ته لاسرسی محدود و، خو اوس يې ستونزې تر ډېره حل شوې دي.

هغه زیاته کړه: «پخوا موږ هېڅ روغتيايي مرکز نه درلود، کلیوالو به له اوږده مزل وروسته خپل ناروغان د درملنې لپاره د ولسوالۍ روغتیایي مرکز ته وړل.»

د مرکز اسعداباد اړوند د هډوال درې اوسېدونکی لطف‌الله وایي، مخکې یې ان لومړنیو روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی نه درلود او خپل ناروغان به یې د درملنې لپاره د اسعداباد ولایتي روغتون ته لېږدول.

هغه وایي، خوښ دی چې اوس ورته په خپله سیمه کې نوی روغتیایي مرکز جوړ شوی او ورسره به یې د روغتیا په برخه کې ستونزې حل شي .

د نوموړي په وینا، حکومت ته پکار دی چې د روغتیا په برخه کې دغه ولایت ته پاملرنه لا ډېره کړي او په هغو سیمو کې نوي روغتیایي مرکزونه جوړ کړي چې اوسېدونکي يې لاهم له خدمتونو بې‌برخې دي .

د کونړ عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، اوسمهال په دغه ولایت کې د ولایتي روغتون په ګډون ۹۹ روغتیایي مرکزونه فعال دي چې د ولایت نفوس ته په کتو کم دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.