کابل (پژواک، ۱۲ غويی ۱۴۰۲): د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ سیاسي او تجارتي پلاوی پاکستان ته ځي او متقي به هلته د چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په شپږمه درې اړخیزه ناسته کې هم ګډون وکړي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستیال ضيا احمد تکل پر خپل ټويټر ليکلي چې دغه پلاوی د روانې اونۍ په پای کې اسلاماباد ته سفر کوي.
د هغه په وينا، مولوي امیرخان متقي به په پاکستان کې د چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په شپږمه درې اړخیزه ناسته کې هم ګډون وکړي او د افغانستان او چين د بهرنيو چارو وزيران به هم دوې اړخيزې ناستې ولري.
تکل وایي: «د افغانستان حکومت غواړي په دې سفر کې د افغانستان او پاکستان پر دوه اړخيزو سياسي- تجارتي اړيکو، سيمهييز ثبات او ټرانزيټ هراړخيزې خبرې اترې وکړي.»
د رویټرز اژانس هم راپور ورکړی چې ټاکل شوې، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په اسلاماباد کې د پاکستان او چین د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د لیدنې په موخه پاکستان ته سفر وکړي.
سرچينې د ملګرو ملتونو په حواله لیکلي چې مولوي امیرخان متقي به د روانې غويي مياشتې له شپاړلسمې تر نولسمې اسلاماباد ته سفر ولري.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، که څه هم پر متقي د ملګرو ملتونو سازمان له خوا د سفر بندیز لګول شوی، خو د دغه سازمان د امنیت شورا یوې کمېټې هغه ته د پاکستان د سفر اجازه ورکړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د متقي په مشرۍ یو پلاوی د روان ۱۴۰۲ کال د وري په ۲۴مه، د ازبکستان په سمرقند ښار کې د افغانستان ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته تللی و.
Views: 124