[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۲): د قلم لار ټولنې یو ځل بیا د دغې ټولنې د بنسټګر مطیعالله ویسا د خوشي کولو او د هغه د روغتیا په اړه د ډاډ ورکولو غوښتنه کړې ده.
ویسا د روان زېږدیز کال د مارچ په ۲۷مه نېټه د اسلامي امارت له خوا په کابل کې له خپل کور څخه د جاسوسۍ په تور ونیول شو او تر اوسه یې قضیه نامعلومه ده.
ملګرو ملتونو، ګڼ شمېر نورو نړۍوالو سازمانونو او یو شمېر هېوادونو د هغه نیونه غندلې او د خوشي کولو غوښتنې یې کړې دي.
د قلم ټولنې د غویي په ۱۱مه، په یوه خبرپاڼه کې یو ځل بیا د مطیعالله ویسا د خوشی کولو غوښتنه کړې ده.
سرچینې زیاته کړې، د ویسا کورنۍ ته باید له هغه سره د لیدنې او له خپلې قضیې د دفاع په موخه د مدافع وکیل نیولو اجازه ورکړل شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د هغه تر نیونې یوه ورځ وروسته د ویسا کور -چې د کابل د پنځمې حوزې په خوشحال خان مېنه کې موقعیت لري- هم تالاشي شوی او د کمپیوټرونو او لیپټاپونو په ګډون د هغه موبایلونه هم امنیتي کسانو له ځانه سره یووړل.
د قلم لار ټولنې همداراز د ټولو هغو کسانو د خوشي کولو غوښتنه کړې چې له کوم دلیل پرته نیول شوي دي.
اسلامي امارت وایي، ویسا له اجازې پرته ځیني فعالیتونه کول چې اوس تر پلټنو لاندې دی.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP