غزني ښار (پژواک، ١٢ غویی ۱۴۰۲): د غزني ولایت په مالستان، آب بند او ګېرو ولسوالیو کې سلګونو کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو رسولو درې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د غزني ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي محمدقاسم امیني له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، یادې پروژې د شاوخوا درېیو میاشتو په موده کې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ، د ډاکار موسسې له خوا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر مستقیمې څارنې لاندې پلې شوې.
هغه وايي، د مالستان ولسوالۍ په شنېده، د آب بند ولسوالۍ په چمبر او د ګېرو ولسوالۍ په پناه سیمو کې د پاکو اوبو رسولو یادې شبکې تر جوړېدو وروسته، تېره ورځ ناوخته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د امیني په وینا، پر یادو شبکو شاوخواه ۲۷ میلیون افغانۍ لګښت راغلی چې د یونیسف نړۍوالې ادارې له لورې ورکړل شوی او د تطبیق چارې یې ډاکار موسسې مخې ته وړې دي.
نوموړی زیاتوي، یادې شبکې تر سل زره لیټره د اوبو ذخیره کولو ظرفیت په درلودلو سره جوړې شوې چې د ۵۰۰ کورنیو ترڅنګ به په سیمو کې نږدې کلینیکونو ته هم پاکي اوبه ورکړل شي.
د غزني ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس په وینا، د یادو پروژو پلې کېدو پر مهال د سیمو د خلکو پر اقتصادي وضعیت هم مثبت اغېز وکړ چې د خلکو لپاره یو څه وخت کاري فرصت هم برابر شوی و .
هغه وویل، مخکې به د سیمو اوسېدونکي د پاکو اوبو نشتوالي له امله له بېلابېلو ناروغیو سره مخ وو، خو اوس به د دغو شبکو له لارې خلکو ته پاکې اوبه رسېږي او د ناروغیو مخه به ونیول شي.
نوموړي د سیمې له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې د دغو شبکو په ساتنه کې ورسره همکاري وکړي.
بلخوا د سیمې خلک د دغو شبکو پر جوړېدو خوښي څرګندوي او له اړوندو ادارو مننه کوي چې د پاکو اوبو زمینه یې ورته برابره کړه.
د ګېرو ولسوالۍ د پناه سیمې یوه اوسېدونکي امیرجان پژواک خبري اژانس ته وویل، تر دې وړاندې د پاکو اوبو نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ وو او د کورنۍ غړي یې پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېدل.
نوموړي وویل، په سیمه کې یې ۲۰۰ کورنیو ته د پاکو اوبو زمینه برابره شوې او یاده شبکه یې د ټول کلي لپاره بسنه نه کوي.
هغه له حکومته غوښتنه کوي چې پاتې نورو کورنیو ته دې هم د څښاک اوبو رسولو شبکې جوړې کړي.
هغه زیاتوي چې دولتي ادارې او موسسې دې دوئ ته د بندونو او چیک ډیمونو جوړولو غم هم وخوري.
دا په داسې حال کې ده چې د غزني ولایت ډېر کلي د څښاک پاکې اوبه نه لري او اوسېدونکي یې د ویالو او خوړونو له اوبو کار اخلي. یاده دې وي چې تر دې وړاندې هم د دغه ولایت په مرکز او واغظ ولسوالۍ کې د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست او همکارو موسسو له لوري سلګونو کسانو ته د پاکو اوبو زمینه برابره شوې ده.
Views: 53
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن