کندهار (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۲): د کندهار روغتیايي سرچینې وايي، تېر کال په دغه ولایت کې پر تلاسیمیا ناروغۍ اخته ماشومانو ۸۵۰ پېښې ثبت شوې او دغو ناروغانو ته ۱۳ زره ۵۰۰ یونټه وینه ورکړل شوې ده.
په کندهار ښار کې د ميرویس نیکه روغتون د ماشومانو څانګې مسوولین وايي، وړم کال د یادې ناروغۍ ۶۵۰ پېښې ثبت شوې وې.
د یاد ولایت د روغتيايي سرچینو په وینا، هلته یوازې میرویس روغتون د یادې ناروغۍ د تشخیص او درملنې امکانات لري، نو ځکه دغه ناروغان دوی ته مراجعه کوي.
هغوی وايي، تلاسیمیا د ماشومانو د وینې ناروغي ده چې له مور او پلاره په ارثي ډول انتقالېږي.
د میرویس روغتون د ماشومانو څانګې مشر ډاکټر محمدصدیق پژواک خبري اژانس ته وویل: «تېر ۱۴۰۱ کال کې د کندهار میرویس روغتون ته پر تلاسیمیا ناروغۍ اخته ۸۵۰ ماشومان راوړل شوي او ۱۳ زره ۵۰۰ یونټه وینه ورکړل شوې ده.»
د هغه په وینا، وړم کال بیا د تلاسیمیا د ناروغانو شمېر۶۵۰ تنه وو.
نوموړی وایي: «په اوسط ډول هره ورځ شاوخوا څلوېښت تنو د تلاسیمیا ناروغانو ته په میرویس روغتون کې وینه ورکول کېږي.»
هغه زیاته کړه، په افغانستان کې د تلاسیمیا ناروغانو ته د پرمختللو هېوادونو په څېر رسېدنه نه کېږي؛ ځکه په وینا يې، دلته د دغې ناروغۍ درمل او نور امکانات کم دي، خو دوی ناروغانو ته یوازې د وینې او ځینو درملو اسانتیا برابره کړې ده.
هغه وویل: «د دې ناروغۍ درملنه کېږي، خو ډېر لګښت غواړي او موږ په دې برخه کې له روغتیايي مرستندویه ادارو څخه د همکارۍ غوښتنه هم کړې ده.»
پر تلاسیمیا د یوه اخته ماشوم پلار سید ولي وایي، هره میاشت خپل ماشوم دوه – درې ځله روغتون ته راولي، څو وینه ورکړي.
هغه وویل: «د څلورو کالو زوی مې پر تلاسیمیا اخته دی، هره میاشت یې دوه یا درې واره روغتون ته راولم او وینه ورکوم، ډېر ورسره په تکلیف یم.»
د فرشتې په نوم یوه مېرمن وايي، درې ماشومان یې د تلاسیمیا ناروغۍ له امله مړه شوي او اوس یې هم یوه لور پر دغې ناروغۍ اخته
ده.
نوموړې وایي: «درې ماشومان مې له وینې څخه مړه شوي، یو زوی مې لیونی دی، دغه یوه لور مې ده، دا هم پر تلاسیمیا اخته ده، په هرو ۱۰ ورځو کې يې یوځل دلته وینې ته راولم.»
هغې وویل، د بېوزلۍ له امله نه دي توانېدلي چې د اولادونو ښه درملنه وکړي؛ ځکه یې درې اولادونه هم له لاسه ورکړي دي.
د ناروغانو پایوازان وایي، ځیني وخت ماشوم تازه وینې ته اړتیا لري چې په اسانۍ سره نه پيدا کېږي.
د احمدضیاء په نوم یو کس چې زوی يې میرویس روغتون ته د درملنې لپاره راوستلی وایي، خلک باید په داسې حالاتو کې له نورو انسانانو سره مرسته او همکاري وکړي، څو د هغوی ژوند وژغورل شي.
هغه زیاته کړه: «زما زوی ته زه هره اوونۍ وینه ورکوم، کله کله تازه وینه نه وي، نو بیا وېرېږم چې زوی به مې مړ شي، خلک باید داسې د اشد ضرورت په وخت کې له نورو سره مرسته وکړي.»
د میرویس روغتون مسوولین وایي، وخت په وخت پر تلاسیمیا د اخته ناروغانو لپاره وینه د کمپاینونو په ترڅ کې راټولوي او ناروغانو ته ۹۵ سلنه وینه د روغتون له خوا چمتو کېږي، خو ۵ سنله تازه وینه د ناروغانو پایوازان خپله پیدا کوي.
د یادونې ده، په هېواد کې څه باندې څلور لسیزې جګړې د نورو برخو ترڅنګ د روغتيا سکټور هم اغېزمن کړی دی.
که څه هم په هېواد کې د جګړې له ختمېدو وروسته حکومت د معیاري روغتيايي خدمتونو لپاره هڅې پيل کړې او ډېر کارونه يې کړي هم دي، خو کار پوهان وايي، دا به ډېر خت او پیسو ته اړتیا ولري چې د هېواد روغتيايي خدمات د نړۍ او آن ګاونډيو هېوادونو کچې ته ورسېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP