غزني ښار (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۲): غزني ولایت کې د ۴۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د شپږو ودانیزو پروژو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې او چارې یې رسماْ پیل شوې.
د دغه ولایت سیمهییز چارواکي وايي، په دغو پروژو کې یو سربند او پنځه استنادي دېوالونه شامل دي چې د یاد ولایت په مرکز، اندړو او واغظ ولسوالیو کې د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې (FAO) په مالي مرسته پلې کېږي.
د غزني ولایت سیندیزې فرعي حوزې رییس مولوي اسدالله منصوري وویل: «یاد استنادي دېوالونه ټول ۲۰۰۰ زره متره کېږي چې ۲۱۰ متره استنادي دېوال د غزني ښار په موی مبارک، ۴۶۰ متره استنادي دېوال او یو سربند د مرکز اړوند په قرهباغي سیمه، ۶۵۰ متره استنادي دېوال د اندړو ولسوالۍ په ناني سیمه، ۲۷۰ متره استنادي دېوال د واغظ ولسوالۍ په ساروان سیمه او ۳۷۰ متره استنادي دېوال د همدې ولسوالۍ په باغ کډي سیمه کې دي چې په جوړېدو سره به یې په یادو سیمو ۲۴ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.»
د نوموړي په خبره، د یادو پروژو چارې به د اوو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي چې په جوړېدو سره به یې په یادو سیمو کې ډېر خلک د سېلابونو له زیان او ګواښونو خوندي شي.
منصوري وویل، هڅه کوي مرستندوی بنسټونه وهڅوي څو په راتلونکي کې هم په دغه ولایت کې ورته پروژې پلې کړي.
په غزني کې د یادو پروژو پلي کوونکي (عابد رحیمي) خصوصي شرکت مشر انجینر قدرتالله سروري وایي چې دغه پروژې به د اوو میاشتو په اوږدو کې بشپړې او د سیمې زرګونو کسانو ته به په کې د کار زمینه برابره شي.
دغه راز د غزني والي حافظ محمدامین جان عمري وايي، اسلامي امارت هڅه کوي څو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره او په هغو سیمو کې پروژې پلې کړي چې په تېرو شلو کلونو کې له پامه غورځول شوې دي.
بلخوا، د سیمې اوسېدونکي د یادو پروژو پر پیل خوښي څرګندوي وايي چې په بشپړېدو سره به یې زرګونه جریب کرنیزې ځمکې له ویجاړېدو وژغورل شي.
د اندړو ولسوالۍ د ناني سیمې یوه اوسېدونکي او قومي مشر مومن خان پژواک خبري اژانس ته وویل، د استنادي دېوالونو نشتوالي له امله به د پسرلي او مني موسمونو کې سېلابي اوبو هر کال د دوی د سیمې ډېرې کرنیزې ځمکې ویجاړولې او له ډېرو ستونزو سره به لاس او ګرېوان وو.
د استنادي دېوالونو دا پروژې په داسې حال کې پیلېږي چې د دغه ولایت د ډېرو سیمو خلکو د ورته پروژو پلې کېدو غوښتنه کوي.