ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کوکچې پورې غاړې ولسوالیو د لارې موټرچلوونکي د دې لارې د بیارغولو غوښتنه کوي

د کوکچې پورې غاړې ولسوالیو د لارې موټرچلوونکي د دې لارې د بیارغولو غوښتنه کوي

author avatar
3 May 2023 - 16:55
د کوکچې پورې غاړې ولسوالیو د لارې موټرچلوونکي د دې لارې د بیارغولو غوښتنه کوي
author avatar
3 May 2023 - 16:55

تالقان (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۲): د تخار له کوکچې پورې غاړې اووه ولسوالیو د لارې یو شمېر موټرچلوونکي د دغې مواصلاتي لارې د بیارغونې کار درېدو له امله شکایت لري او په دې برخه کې د حکومت د پاملرنې غوښتنه کوي؛ خو مسوولین وايي چې د دې ستونزې د هواري هڅې روانې دي.

د تخار له کوکچې پورې غاړې ولسوالیو لارې په اوږدو کې -چې ۱۷۱ کیلومتره اوږدوالی لري- د خواجه غار، ینګي قلعه، دشت قلعه، خواجه بهاوالدین، رستارق، درقد او چاه آب ولسوالۍ پرتې دي.

د یادې لارې یوه موټرچلوونکي جمال‌الدین -چې په کوکچې پله کې یې موټر خراب شوی- له پژواک سره په خبرو کې وویل: «څو کاله کېږي چې د ینګي قلعه او خواجه بهاوالدین ولسوالیو پر لار موټر چلوم چې هره ورځ مې د موټر خرابېدو شاهد یم، سړک خراب دی، کله د موټر ټایر او کله یې ماشین خرابېږي چې له امله یې په ساعتونو له سپرلي سره په جنجال پاتې کېږو او ټوله ورځنۍ ګټه مو د موټرو په خرابېدو مصرفېږي.»

هغه زیاتوي، د تېر حکومت پر مهال څو ځله د یاد سړک جوړېدو ژمنه وشوه، خو هېڅ مسوول خپله ژمنه پوره نه کړه او غه خرابه او سخته لار په خپل حال پاتې او ترمیم نه شوه، له همدې امله اوس خلک او د دغه لارې موټرچلوونکي له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

بل موټر چلوونکي بابه‌جان پژواک ته وویل: «د رستاق له ولسوالۍ مې تالقان ته حرکت کړی و، هدف ته له رسېدو مخکې دا درېیم ځل دی چې موټر مې په یوه ورځ عوارض کوي، پر دې لار مستري نشته، هوا ګرمه ده، سپرلي مې ناروغ درلود او اړ شوم چې یو مستري له څو کیلو متره لرې ځایه د زیاتو پیسو په بدل کې راولم، څو موټر مې جوړ کړي او موږ خپلې منزل ته ورسېږو.»

د هغه په وینا، پر یاده لار کله کله موټرچلوونکي او مسافر په ساعتونو ایسار پاتې کېږي، څو موټر یې جوړ او خپل منزل ته ځانونه ورسوي.

دوی چې پر مخکیني حکومت سخته نیوکه کوي، خو له اوسني حکومته غواړي چې د یادې لارې بیا رغونې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

په ورته مهال، یو شمېر مسافر هم د کوکچې پورې غاړې ولسوالیو لار سخته او خرابه بولي او پر دې لار د سفر ترخې کیسې کوي.

عبدالسمیع چې له کوکچې پورې غاړې یوې ولسوالۍ ته یې د سفر هوډ درلود وايي: «له تالقانه مو حرکت کړی او تر اوسه چې د سفر فاصله لا نیمايي شوې نه ده، په دوو سیمو کې د سړک خرابوالي له امله زموږ موټر تخنیکي عوارض وکړ، اوس اړ شوم څو دغه لاره پلي ووهو او بل موټر راته پیدا شي.»

د هغه په وینا، د یادو ولسوالیو اوسېدونکي د نورو اسانتیاوو ترڅنګ، د معیاري نښلوونکو لارو له درلودو هم بې‌برخې دي چې حکومت باید په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

په ورته مهال، د تخار ولایت د ټولګټو چارو رییس مولوي امیرخان حذیفه له پژواک سره په خبرو کې وویل، د تېر حکومت نه پاملرنه او د نړۍوال بانک له لوري د پراختیايي پروژو درېدل هغه لاملونه دي چې لا هم له کوکچې پورې غاړې ولسوالیو سختې او خرابې لارې جوړېدو ته پاملرنه نه ده شوې.

خو هغه څرګنده کړه چې د یادې لارې د بیارغونې او جوړونې او د خلکو ستونزو هواري په تړاو څو مکتوبونه ریاست‌الوزراء ته استول شوي او د دغې ستونزې د حل په برخه کې جدي هڅې روانې دي.

Views: 46

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.