کابل (پژواک، ۱۴ غویی ۱۴۰۲): هنديالاصل امریکایی اجی بانګا د پنځه کلنې دورې لپاره د نړۍوال بانک د مشر په توګه ټاکل شوی دی.
د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن، اجی بانګا د تېر کال په کب میاشت کې د نړۍوال بانک مشرۍ ته وړاندیز کړی و.
نړۍوال بانک نن په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلي چې د دغه بانک د اجرائیوي رئیسانو له لوري اجی بانګا د پنځه کلنې دورې لپاره د نړۍوال بانک د مشر په توګه ټاکل شوی دی.
سرچینې زیاته کړې چې هغه به د روان زېږدیز کال د جون میاشتې له دویمې نېټې خپل کار د یاد بانک د رئیس په توګه پيل کړي.
اجی بانګا هنديالاصل امریکایی دی او تر دې مخکې یې د «ماسټر کارډ» په نوم له یوې نړۍوالې ادارې سره کار کاوه چې له ۲۴۰۰۰ څخه ډېر کارکوونکي یې درلودل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP